د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د کړکېچ نړيواله ډله: افغانستان سره د بشري مرستو کمېدل به وضعيت نور هم بحراني کړي


کابل کې د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره يو شمېر بې‌وزله مېرمنې په انتظار ناستې دي، ارشيف
کابل کې د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره يو شمېر بې‌وزله مېرمنې په انتظار ناستې دي، ارشيف

د بحران نړیوالې ډلې (ICG) په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله له دې هېواد سره د بشري مرستو د کمېدو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

يوه افغانه مېرمن وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا ځلي واکمنۍ وروسته، هغې او خاوند یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دا مېرمن چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

"موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، کور نه‌لرو

دغې مېرمنې زیاته کړه: "موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، کور نه‌لرو، په کرايي کور کې اوسيږو، د کور کرایه او د ژوند لګښتونه نه‌شو پوره کولای، زه بې‌کاره یم، مېړه مې لاسي کراچۍ لري، ټوله ورځ کوڅه په کوڅه ګرځي، خو هيڅ څه نه تر لاسه کوي. تل مو لاسونه خلکو ته اوږده وي ، کله له یوه کس نه مرسته غواړو، کله له بل چا څخه، هر یو، یو نه یو ډول شرط ږدي."

دا په داسې حال کې ده چې د بحران نړیوالې ډلې (ICG) پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدود ناوړه اغېزو خبرداری ورکړی دی.

DPA خبري اژانس د بحران نړیوالې ډلې له قوله راپور ورکړی چې، لوېدیځ هېوادونه باید په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ په ځواب په دې مسله کې د طالبانو د بې‌غورۍ په وړاندې یو مشروع دریځ غوره کړی.

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

همدارنګه د بحران نړیوالې ادارې د موندنو له‌مخې پر طالبانو اقتصادي فشار به اغېزمن نه وي، ځکه دا فشار به یوازې د افغانستان په ځانګړې توګه د ښځو کړاوونه زیات کړي.

له بلې خوا ‌ یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، بشري مرستې باید مشروطې نه‌شي او په ورته وخت کې د طالبانو حکومت لپاره اړینه ده چې د نړۍ له هېوادونو سره په یو ډول معامله وکړي.

عبدالنصیر رښتیا، یو له دغو کارپوهانو، ازادي راډیو ته وویل: "بشري مرستې باید مشروطې نه‌شي. د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت باید هڅې وکړي، چې په یو ډول د نړۍ هېوادونو سره معامله ولري. په لنډ مهال کې افغانستان دې مرستو ته تړلی دی او د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دي. زه فکر نه‌کوم چې د افغانستان حکومت به وکولای شي په لنډه موده کې دغه ټولې ننګونې او اقتصادي ستونزې په خپله له منځه یوسي."

يو شمېر خلکو سره د خوړو نړيوال سازمان مرستې، انځور - ارشيف
يو شمېر خلکو سره د خوړو نړيوال سازمان مرستې، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر میلادي کال په ډسمبر مياشت کې يو شمېر مرستندويه بنسټونو، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او په نادولتي مؤسسو کې د هغوی پر کار د بنديزونو له امله خپل فعاليتونه درولي دي او بيا ځلې فعالیت یې د ښځو پر کار د بندیزونو لرې کېدو باندې مشروط کړی.

خو د طالبانو حکومت لا د مخه ویلي، چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې له سیاسي مسلو سره ونه تړي.

امریکايي چارواکو په تېرو وختونو کې په وار وار ویلي چې، بشري مرستې د افغانستان د خلکو لپاره دي او طالبانو ته نه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو چارواکو دا هم ویلي چې مالي مرستې به لومړۍ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په یوه خصوصي بانک کې جمع او بیا به د بشري مرستو په پروګرامونو کې ولګول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG