د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د افغانستان بانکي ستونزې؛ خلک او سوداګر: خپلې پيسې نه‌شو ايستلی


بانکونو ته په ليکو کې ولاړ خلک، انځور - ارشيف
بانکونو ته په ليکو کې ولاړ خلک، انځور - ارشيف

د بانکونو یو شمېر مشتریان چې عام خلک او هم سوداګر په‌کې دي وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو له يونيم کال زياته موده کېږي، لا هم بانکي ستونزې پر خپل ځای دي او دوی له بانکونو د خپلو پیسو په ایستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د کابل يوه اوسېدونکې حسنا وايي: "بېروبار، یو بل ټېل وهل، نر او ښځې یو ځای، له ډېر انتظاره چې پښې مې شخې شي له ماشوم سره په خاوروکې کېنم، څه وکړم؟ مجبوره یم چې پیسې مې له بانک نه واخلم."

هر ځل چې راځم ماشوم راسره وي بېروبار، ټېل وهل

حسنا وایي، د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، خپلې هغه پیسې چې بانک کې یې ساتلې وې، بېرته نه‌شي اخیستی.

حسنا ازادي راډیو ته وویل: "طالبان چې راغلل اول خو بانکونه بند شول بیا یې اعلان وکړ چې د اوونۍ دوه سوه ډالر اخیستلی شئ، بیا څلور سوه شوې، اوس بېرته هره هفته دوه سوه ډالر ډېر په سختۍ اخلو، سهار وخته راځو کارتونه په نوبت کې ږدو، هر ځل چې راځم ماشوم راسره وي بېروبار، ټېل وهل، هر څه چې وایم د دې ماشوم لپاره نوبت راکړئ، څوک مې خبرې ته غوږ هم نه نیسي."

بانکونو ته په نوبت کې ولاړ خلک، انځور - ارشيف
بانکونو ته په نوبت کې ولاړ خلک، انځور - ارشيف

له بانکونو څخه د پیسو د بېرته اخیستلو له ستونزې سره یوازې عام خلک نه، افغان سوداګر هم مخ دي.

له دوی څخه یوه یې چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، دا چې خپلې پیسې له بانک څخه نه‌شي اخیستلی سوداګري یې په ټپه ولاړه ده.

ياد سوداګر وويل: "د نظام له تغیر څخه مې مخکې خپلې ټولې پیسې په بانک کې کېښودلې، بیا چې طالبان راغلل کومو کسانو چې د کار جواز درلود په اوونۍ کې یې پنځه سوه ډالر اخیستلی شو، حال دا چې زموږ لګښت اوونۍ کې څلورپنځه زره ډالر دی، دا ستونزه اوس هم شته ډېر زیات په تکلیف یو، څو ځلې موږ سوداګرو د افغانستان بانک له رئیس سره غونډې ونیولې چې زموږ مشکل حل کړئ، هغه ژمنه وکړه چې حل کوو یې، خو تر اوسه پورې زموږ مشکل نه‌دی حل شوی."

دا ستونزه اوس هم شته ډېر زیات په تکلیف یو

په افغانستان کې له بانکي سیستم څخه د خلکو شکایتونه داسې مهال دي چې، د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک وايي، دوی تر ډېره د خلکو ستونزې په بانکي برخه کې حل کړې دي.

د ياد بانک ویاند حسیب الله نوري د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بانک په ټولو سوداګريزو بانکونو کې په هغو حسابونو چې نوي پرانیستل کېږي، هر ډول محدودیتونه لرې کړي دي او هغه کسان چې نوي حسابونه پرانیزي هر وخت کولی شي هر څومره پیسې چې غواړي واخلي. همدارنګه په پخوانیو حسابونو باندې هم محدویتونه کم شوي دي او دا مهال خلک د پخوا په پرته له خپلو حسابونو څخه ډېرې پیسې اخیستلی شي، سوداګریز بانکونونه مکلف دي چې خپل نغدي وضیعت ته په کتلو سره چارې تر سره کړي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک

خو ښاغلي نوري دا ونه ویل، چې د بانکونو پخواني مشتریان اوس په اوونۍ کې څومره پیسې له خپلو اکونټونو اخیستلی شي؟

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مې نېټې ورسته له هغه چې طالبان د دوهم ځل له پاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل په دغه هېواد کې بانکي سیستم له ستونزو سره مخ شو او دا دی د يونيم کال څخه د زياتې مودې په تېرېدلو سره لا هم خلک شکایت لري، چې په دې برخه کې یې ستونزې نه‌دي حل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی، خلک وزګاره شوي، مرستې ورسره کمې شوي او څوک چې په بانکونو کې پیسې لري، د هغې په اخیستلو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG