د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

نړيوال بانک تېر کال له اقتصادي پلوه افغانستان لپاره ښه بللی؛ اقتصاد پوهان: دا مبالغه ده


د نړيوال بانک لوګو
د نړيوال بانک لوګو

يوه مېرمن چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، کابل کې ژوند کوي او د يوې شپږ کسيزې کورنۍ غړې ده.

دا مېرمن وایي خاوند يې لاسي کراچۍ لري او د کورنۍ لګښتونه یې له همدې لارې پوره کول، خو اوس یې کار سم نه چلیږي.

د کابل ښار د دغې اوسېدونکې په وینا، د بې‌وزلۍ شدت ورته رواني ستونزي پیدا کړي.

"وضعیت مو ډېر خراب دی، اقتصاد مو هیڅ ښه نه‌دی

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "وضعیت مو ډېر خراب دی، اقتصاد مو هیڅ ښه نه‌دی، موږ ماشومان لرو، په کور کې مو نیکه او نیا هم شته، دا ډېره ستونزمنه ده، جوړي او ناجوړي لرو، قیمتونه لوړ شوي، سون توکي، سکاره، اوړه او غوړي په کور کې نه‌لرو کراچۍ زموږ لګښتونه نه پوره کوي.

دا وایي، د طالبانو حکومت د خلکو اوسني وضعیت ته پام نه‌کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې نړیوال بانک د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د عایداتو او په افغانستان کې د اسعارو د نرخ د ثبات په اړه راپور خپور کړ.

نړيوالو سازمانونو افغانستان کې اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب بللی دی.
نړيوالو سازمانونو افغانستان کې اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب بللی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له افغانستانه د صادر شویو توکو ارزښت ۱،۷ میلیارد ډالره دی، چې د نړیوال بانک په وینا د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېر شوی دی.

د افغانستان صادراتي توکي سبزیجات، ټوکر او معدني محصولات دي.

د نړیوال بانک په دغه راپور کې راغلي، چې په یاد وخت کې د افغانستان صادراتي توکي سبزیجات، ټوکر او معدني محصولات دي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه د نړیوال بانک د احصايې خپرول اقتصادي پرمختګ بللی دی.

خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی او د دوی په وینا یوازې د طالبانو حکومت نه‌شي کولای دغه وضعیت ښه کړي.

محب شريف، د اقتصادي چارو کارپوه، ازادي راډيو ته وويل: "په ځینو ځایونو کې، په ارقامو او احصايو کې مبالغه شوې او په رښتني ډول لیدل کېدی شي چې ځینې سیاسي مسایل یا په اصطلاح سياسي راکړه ورکړه او یا هم سیاسي اړیکې او فشارونه د دې لامل کېږي چې اقتصادي ارقام يو څه پورته او ښکته کړي."

د دې ترڅنګ نړیوالو سازمانونو، په تېره بیا مرستندویه مؤسسو هم له دې مخکې د راپورونو په خپرولو سره د اقتصادي بحران، د بې‌وزلۍ د شدت، د اړمنو افغانانو د شمېر زیاتوالي او د بې‌کارۍ د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG