د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

په کابل او ولایتونو کې د زړو او ورستو شویو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت


ارشیف: افغاني بانکنوټونه
ارشیف: افغاني بانکنوټونه

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک د زړو او ورستو شویو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت کوي.

فرید شینواری د شېرخان بندر یو سوداګر دی.

شینواري ازادي راډيو ته وویل، د زړو بانکنوټونو ډېرېدل لامل شوي، چې هره ورځ په زرګونه افغانۍ زیان وکړي.

هغه وویل: "موږ د افغانیو له سلګون او پنځوسګون زړو بانکنوټونو ډېر تنګ شوي یو. د شېرخان بندر ګمرک ته مونږ تحویلي لرو، هر ځل چې موږ صرافۍ ته ځو، په یو لکو کې لس زره زاړه بانکنوټونه راکوي. بانکي سیستم یې فلج دی، بانکي سیستم باید جوړ شي، چې موږ د بانک له لارې کار وکړو، یا نوي بانکنوټونه ووېشل شي چې زمونږ ستونزې حل شي."

دغو زړو بانکنوټونو عام خلک هم د موټرو د کرایې او دغه شان د توکو د پلور او پېر په ګډون په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ کړي.

د کابل اوسېدونکې راضیې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ د زړو پیسو د زیاتېدو له امله له ستونزو سره مخ یو. موټر چلوونکي موږ ته زړې پیسې راکوي، که موږ نوې پیسې هم ورکړو نو دوی زړې پیسې راکوي. موږ ټول پوهېږو چې د افغانستان بانک د سل میلیونه نویو بانکنوټونو د چاپ اعلان کړی، خو نوې پیسې هېڅ نه وېشل کېږي."

د سوداګرو او عامو خلکو تر څنګ دوکانداران هم ورته ستونزه لري.

د فراه ولایت یو دوکاندار فرید ازادي راډیو ته وویل، هغه خلک چې د ده له دوکان څخه خوراکي او یا نور توکي اخلي، زړې پیسې ورکوي.

نوموړی وايي: "له بده مرغه هغه خلک چې له کلي او ښاره راځي له موږ څخه سودا اخلي، ډېرې پيسې يې زړې او ورستې دي، دا پیسې چې بیا مونږ صرافیانو او بانکونو ته وړو رانه یې نه اخلي. زموږ کار او راکړه ورکړه په پیسو ده چې پیسې وانه خلو کار مو نه کېږي. دوی باید دې زړو پیسو لپاره یوه لاره او حل پیدا کړي تر څو خلک له دې لانجې خلاص شي."

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنترول کې د افغانستان بانک

خو د طالبانو په کنترول کې د افغانستان بانک وياند حسيب نوري وايي چې د بانکنوټونو ساتنه د خلکو دنده هم ده.

نوري وویل: "له څه مودې راهیسې خلک د زړو بانکنوټونو په اړه شکایتونه کوي. د افغانستان بانک د امکاناتو په برابرېدلو سره بانکونو ته د نویو بانکنوټونو د صادرولو بهیر پیل کړ، دا لړۍ روانه ده. د افغانستان بانک هیله لري چې د هېواد شریف خلک ورنه ښه ساتنه وکړي چې له ټاکلې مودې مخکې ورستې نه شي او د دې ملي پانګې په ساتلو کې اغېزمن رول ولوبوي."

افغانان په داسې حالت کې د زړو بانکنوټونو له ډیرېدو شکایت کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، سل میلیونه نوي بانکنوټونه یې سوداګریزو بانکونو ته استولي دي.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې وو چې په دغو پیسو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوټونه شامل دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي وو چې دوی سل میلیونو زاړه بانکنوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه هم راټول کړي دي.

XS
SM
MD
LG