د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه افغانان له پامه نه شي غورځولای


ارشیف: په کابل کې وچې ‌ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ‌ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

یو این ایچ سي آر وايي چې په افغانستان کې بېړنیو حالاتو کې مرستو لپاره ژمن دي او دوی په تېر کال کې شاوخوا ۵،۹ میلیونو خلکو ته مرستې رسولي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر وايي، نړیواله ټولنه نه شي کولای چې افغانان له پامه وغورځوي.

عبدالقادر د پنځه اولادونو پلار دی.

نوموړی چې د کابل ښار په یوې څڼده کې ژوند کوي وايي، د ژوند شپې او ورځې په سختۍ تېروي.

عبدالقادر وویل، د لاسي کراچۍ په وسیله کار کوي او د پنځو ډوډیو پیسې په سختۍ پیدا کوي.

هغه زیاته کړه: "یو دانه یو ټیره کراچۍ لرمه، د سهار څلور بجې له کور نه وځم ځم مارکېټ کې کار کوم، تر ۱۱ بجې د ورځې پورې بیا راځم کور ته د چای او ډوډۍ لپاره، اقتصادي وضیعت مې بېخي صفر دی."

خو دا یوازې عبدالقادرنه دی، د ده په څېر ډېر داسې اړمن افغانان شته چې نن سبا د ژوند سختې شپې ورځې تېروي.

د کابل ښار د شکردرې ولسوالۍ بل اوسېدونکی جاوېد بیا وايي چې تر اوسه ورسره هېڅ یوه مرستندویه بنسټ مرسته نه ده کړې.

نوموړی وايي، د مرستو په وېش کې انډول په پام کې نه نیول کېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ ته تر اوسه پورې کومه مرسته نه ده رارسېدلې، هغه مرستې چې د نړېوالو لخوا کېږي دلته افغانانو ته نه رسېږي، شخصاً زه چې اړمن یم ماته نه ده رسېدلې. دا مرستې یوازې څو کسانو سره کېږي چې په کلي کې واک او اختیار لري."

ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

تازه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي آر ویلي، چې نړیواله ټولنه نه شي کولای افغانان له پامه وغورځوي.

دغې کمېشنرۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته په یو ټویټ کې ولیکل چې افغانان د خوړو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ او د سرپناه له سخت ناورین سره مخ دی.

یو این ایچ سي آر وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې بېړنیو حالاتو کې مرستو لپاره ژمن دي او دوی په تېر کال کې شاوخوا ۵،۹ میلیونو خلکو ته مرستې رسولي دي.

د طالبانو حکومت وايي، خلک بېوزله دي او نړۍ باید ورسره مرسته وکړي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازاداي راډيو ته وویل: "د افغانستان خلک پرته له شکه چې بېړنو مرستو ته اړتیا لري د دې لپاره چې دوی له فقر او بېچاره ګۍ سره مخ دي، دا چې یخني وي او د خلکو زراعتي زېربناوې هم متضرره شوي وي نو ریښتا خبره ده چې خلک ډېرې ستونزې لري، نړیوال باید له افغانانو سره مرسته وکړي او دا له انساني اړخه د نړۍ مکلفیت دی."

دا ټولې اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او ویلي یې و چې اړمن کسان په هره میاشت کې ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG