د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د نړيوال بانک راپور: افغانستان لا هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی


ارشيف
ارشيف

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او په ۴ میلیونو کسانو کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمر یې له پنځو کلونو کم دي، په خوار ځواکۍ اخته دي.

حمید الله چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی او په خپل کورنۍ کې د شلو کسانو د سرپرستۍ مسولیت لري وایي، بې‌روزګاره دی او د کافي خوړو د نه درلودو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

"کارو بار نه‌شته، هر څومره چې کار پسې ګرځو کار نه‌شته

نوموړی وايي: "کارو بار نه‌شته، هر څومره چې کار پسې ګرځو کار نه‌شته، د بې‌کارۍ له وجې مو ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته شوې دي، ځکه کافي خواړه نه ورته رسیږي، ټول افغانان همدا ستونزه لري، له ټولو خیریه مؤسساتو غواړو چې له افغانانو سره مرسته وکړي، ځکه زموږ ټول ورځ په بې‌کاری کې تېريږي."

زرمینه د کابل اوسېدونکې ده او د پنځه کسیزې کورنې د سرپرستۍ مسولیت لري.

دا وایي کونډه ده، په کور کې د ګټې وټې بل څوک نه‌لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

زرمينه وايي: "یو ورور لرم چې ړوند دی او نه‌شي کولای راسره مرسته وکړي، مور مې هم کونډه ده، له خپل او خپلوانو هم څوک نه‌لرو، چې له موږ سره مرسته وکړي، یو ګاونډی مو ډوډۍ رالېږي او یو بل اوبه رالېږي او ژوند مې په همدې بې‌وزلۍ او بې چارګۍ تېریږي."

ارشيف
ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک په خپل یو تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د ناکافي خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.

په راپور کې ویل شوي، ۴ میلیونو کسان چې ۳.۲ میلیونه په‌کې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي، په خوار ځواکۍ اخته دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې ډېری افغانان د خپلو اساسي خوړو اړتیاو د پوره کولو لپاره مقابله‌یي ستراتېژیو ته اړتیا لري او اقلیمي ناورین خوراکي وضیعت خراب کړی، تر دې چې ۳۰ ولایتونه د اوبو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

نړیوال بانک يې خوړو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس‌رسي عوامل ګڼي.

افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو له ستر او ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.

په دغه راپور کې نړیوال بانک ویلي، چې د مرستو کچه لوړه ده خو په نادولتي ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې نه ورکول او د ژمي دا سړه هوا لامل شوې چې اړمنو کسان د مرستو د وېش په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي چې په پر له‌پسې ډول د دریېم کال لپاره وچکالي په ټولیز ډول د خلکو لپاره د خوراکي توکو د اخیستلو په خاطر عاید له عادي حالته کم کړی دی.

تر دې مخکې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) د سه‌شنبې په ورځ د مارچ په ۱۴مه په یوې اعلامیې کې ویلي، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو له ستر او ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.

د دغې ادارې د شمېرو پر بنسټ د افغانستان د ۲۸ میلونو او ۳۰۰ زره وګړو کې، دوه په دریمه برخه یې، بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې زیاته کړې، په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې له هغه وخت زیاتې شوي چې کله طالبانو د تېر کال د ډسمبر میاشت راهیسې په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او د نړیوالو له غوښتنو سره سره لا هم طالبانو د ښځو د کار په اړه کومه پرېکړه نه‌ده نیولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم د سه‌شنبې په ورځ په یو ټويټ کې ویلي چې، په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۶.۳ میلیونه ته رسېدلی و او اوس دا شمېر له ۲۸ میلونو څخه هم اوښتی دی.

اوچا دا هم ویلي، چې افغانستان په پر له‌پسې توګه د وچکالۍ دريېم کال او د اقتصادي بحران دویم کال ته داخل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG