د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز؛ رسنۍ: تر ۲۸ میلیونه ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز لا هم په نړیوالو مطبوعاتو کې توده موضوع ده.

د ډیموکراسي خپرونه:

د ډیموکراسي په نوم خپرونې په پرونۍ ګڼه کې په دې اړه په یوه لیکنه کې کښلي چې د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې په دویمه ورځ تر۳ زره ۳۰۰ زیاتې ښځنیه او نارینه کارکوونکي کار ته نه لاړل.

د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځنیه کارکوونکو د بندیز له اعلانېدو وروسته ملګرو ملتونو له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د دوو ورځو لپاره کار ته ورنه شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د طالبانو دا اقدام د ښځو د اساسي بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.

امینه محمد څو میاشتې پخوا کابل او کندهار ته تللې وه چې طالب مشران د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د بندیز پای ته رسولو ته وهڅوي، خو بې له دې چې له طالبانو سره په خبرو کې کومه نتیجه ترلاسه کړي، بېرته نیویارک ته ستنه شوه.

دې ویلي چې د ملګرو ملتونو له ښځینه کارکوونکو سره یې لیدلي او هغوی د ژوند ژغورونکو مرستو په شمول د ملګرو ملتونو د کارونو لپاره ضروري دي.

ډیموکراسي خپرونې همداراز لیکلي، طالبانو په داسې حال کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی چې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان سږ کال مرستو ته اړتیا لري. د دغو کسانو په منځ کې ۶ میلیونه د لوږې په څو قدمۍ کې دي.

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د یوه برتانوي سیاح مایلز روټلیج وروستي عکسونه، چې تر نیول کېدو مخکې یې اخیستي دي، خپاره کړي دي.

تېره اوونۍ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې طالبانو په کابل کې درې برتانویان نیولي دي.

د دغو کسانو د نیونې په اړه مېل ورځپاڼې په یوه جلا راپور کې ویلي و د یوه خیریه بنسټ ٥٣ کلن ډاکتر کیون کارنویل او یو بل برتانوي وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې په کابل کې د یوه هوټل منېجر و، د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

بل نیول شوی کس ۲۳ کلن مایلز روټلیج دی چې افغانستان ته د رخصتۍ لپاره تللی و او نیول شوی دی.

نوموړی دوه کاله وړاندې د جمهوریت د سقوط پر مهال د برتانوي ځواکونو له خوا د ایستلو په بهیر کې بریتانیا ته لېږدول شوی و، خو وروسته دوه واري د رخصتۍ لپاره افغانستان ته تللی دی.

مېل ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د مایلز روټلیج په اړه لیکلي چې نوموړی د بریتانیا د برمنګهم اوسېدونکی دی او د مارچ په ۲مه د طالبانو له لوري له دوو پولنډیانو سره ونیول شو.

ده د مارچ په اتمه له خپل لپ ټاپ څخه خپل درې عکسونه لېږلي او په یوه لنډ پیغام کې یې لیکلي له کوم جدي خطر سره مخامخ نه دی.

مایلز روټلیج په یوه عکس کې له یوه طالب وسله وال سره په داسې حال کې په لاس روغبړ کوي چې د هغه کلاشینکوف یې په کیڼ لاس کې نیولی دی. په بل عکس کې له دوو طالبانو سره څنګ په څنګ ولاړ دی. په درېیم عکس کې یې کلاشینکوف په لاس کې دی او داسې ښکاري چې نښه پرې ولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG