د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو بنديز ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي


يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې، ارشيف
يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې، ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند ادارو کې د ښځو پر کار د وروستي بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې اندېښمن کړی دی.

انتونیو بلېنکن نن پر خپل ټویټر لیکلي، دغه پرېکړه هغه افغانان چې ژوند یې په بشري مرستو متکي دی ګواښي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې افغانانو ته دې لومړیتوب ورکړي او خپله دغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي چې، متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره ولاړ دي.

وېسټ د طالبانو دا پرېکړه ځورونکې او شاه تګ بللی او ویلي یې دي چې، زیان یې افغان ولس ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکرترک په یوه اعلامیه کې ویلي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت دا پرېکړه په افغانانو "بې رحمانه" او سیستماتیک برید دی چې، له مخې یې به یې د افغانستان د نیمايي وګړو ظرفیتونه راټیټ او هغوی به وګواښل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو مشرتابه باید د افغانانو او دغه راز د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د ښځو پر ضد په پالیسو بیا کتنه وکړي.

دغه د نه دفاع وړ پرېکړه ټول افغانان زیانموني او جدي اقتصادي اغېزې به ولري."
رينا اميري

په ورته وخت کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یو ټویټ کې لیکلي دی: "له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د لیرې کولو په درشل کې طالبانو دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو هغو ښځینه کارکونو ته غځولي چې اړمنو افغانانو ته د اړتیا وړ خدمات رسوي، دغه د نه دفاع وړ پرېکړه ټول افغانان زیانموني او جدي اقتصادي اغېزې به ولري."

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل دا طالبانو دا پرېکړه له وجدانه لیرې بللې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي.

ښځو ته د ملګروملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو وېش، انځور - ارشيف
ښځو ته د ملګروملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو وېش، انځور - ارشيف

دغه راز د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس هم دا بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي.

دا بیان چې د ویب ریلف له‌خوا پرون خپور شوی په‌کې راغلي، ملګري ملتونه به د ښځو پر ځای نارینه پر کار ونه ګوماري.

ه اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نه‌شي.
سيما باهوس

په بیان کې د مېرمن باهوس په حواله ویل شوي، په اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نه‌شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش او د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې او دا یې د بشر له لومړي حقه سرغړونه او د نه زغملو وړ بللې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ وویل، طالب چارواکو خبر ورکړی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نه‌شته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي.

د ملګروملتونو چارواکو پرون چهارشنبې وویل، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي.

خو تر اوسه هیڅ لوري نه‌دي ویلي چې، ایا دغه خبرې ترسره شوي او که شوې وي، کومه نتیجه یې ورکړې.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ټولو ۶۰۰ ښځینه کارکونکو ۴۰۰ یې افغان ښځې دي.

په دې هېواد کې د ملګروملتونو د ټولو ۳۹۰۰ کارکونکو له ډلې ۳۳۰۰ یې افغان کارکونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG