د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د طالبانو له لوري د یوناما پر ښځینه کارکوونکو کار بندیز غبرګونونه پارولي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د طالبانو د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش دې مسئلې ته په غبرګون په خپله ټویټرپانه لیکلي چې د یاد سازمان پر ښځینه همکارانو کار بندیز په کلکه غندلي.

نوموړي دا هم ویلي، که د طالبانو د حکومت دا پرېکړه بدله نه کړي نو اړمنو کسانو ته د دوی د ژغورنې او مرستو رسول وړتیاوې به کمزورې شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه کړي.

بېنیټ د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړه چې د یوناما په دفترونو کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو کلکه سرغړونه ګڼلې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ

نوموړي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او دغه بندیز به د افغانانو لپاره په اړینو خدمتونو جدي اغېز وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم ویلي، د بشري مرستو او د اخازيو سیاسي تکتیکونه، عمدي سیاستونه دي او د طالبانو د حکومت له خوا پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان فشار راوړل دي چې دوی په رسمیت وپېژني.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق

فایق په خپل ټویټرپاڼه لیکي، د طالبانو دا پرېکړه باید وغندل شي او باید په یوې قاعدې بدله نه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو مشران په دوحه کې په شخصي او عامه غونډو کې د دغو حقونو رعایتولو ته ژمن وو او دوی باید د افغانستان خلکو سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو هغه وویل، په دې اړه معلومات نه لري او باید د دوی د اقتصاد وزارت په دې اړه خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت تېر میلادي کال کې پر ښځو د نورو محدودیتونو او بندیزونو په دوام په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې هم د دوی پر کار کولو بندیز ولګاوه او یوازې ځينې محدودې ادارې یې ترې مستثنی کړي.

یوناما په یو ټویټ کې ویلي، د ملګرو ملتونو دفترونه له ښځینه کارکوونکو نه شي کولای فعالیت وکړي او بشر دوستانه مرستې وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی چې تر دوو ورځو دې خپلو دفترونو ته نه ځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم نړیوالو سازمانونو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د خلکو د سختې بې وزلۍ او لوږې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږی دفتر یا اوچا د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په افغانستان کې ۲۸.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۶ میلیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG