د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

بورېل: طالبان دې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډيپلومات جوزیپ بوریل وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اورېدو یې ټکان خوړلی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل هم پرون د نورو حکومتونو او نړیوالو موسسو له غږ سره خپل غږ غبرګ کړ او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي.

په یوه بیان کې چې پرون د اروپايي شورا د عامه اړیکو څانګې خپور کړ بورېل د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو په استازولۍ ویلي چې له دې کبله یې سخت ټکان خوړلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل

هغه زیاتوي چې د طالبانو دا بندیز به د افغانستان د وګړو له پراخو پرګنو سره بشري مرستې زیانمنې کړي.

د ‎طالبانو د بندیز په غبرګون کې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید د ښځو په نښه کول ودروي او له طالبانو یې وغوښتل چې خپله پرېکړه ژر بېرته واخلي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم په همدې ورځ غبرګون وښود او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې یې د ښځو ګډون مهم وباله.

د دې وزارت مرستیال ویاند وډانت پاټېل د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې یوازې ښځې د افغانستان ځینو ډېرو زیانګالو خلکو ته مرستې رسولای شي.

همداراز د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ او نورو چارواکو هم له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بدله کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

طالبانو د دې انتقادونو په اړه د غبرګون لپاره د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د کورنيو او نړیوالو غیرحکومتي ادارو د ښځینه کارکوونکو دندې تر بلې خبرتیا پورې وځندولې.

ارشیف: طالبانو د تېر کال په اکټوبر کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. په انځور کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې د طالبانو په دې پرېکړې اعتراض کړی و. October 18 2022
ارشیف: طالبانو د تېر کال په اکټوبر کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. په انځور کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې د طالبانو په دې پرېکړې اعتراض کړی و. October 18 2022

دا اعلان د نړیوالې ټولنې له سختو انتقادونو سره مخامخ شو، خو له دې څو ورځې وروسته طالبانو وویل چې په دې بندیز کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو کارکوونکې، بهرنۍ کارکوونکې او ښځینه روغتیا پالانې نه دی شاملې.

طالبانو د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې یو لړ تبعیضي اقدامات پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د افغانستان د شاوخوا ۲۸ میلیون وګړو ژوند په نړیوالو مرستو پورې تړلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په خپل بېګاني بیان کې دا خبرداری هم ورکړ چې که طالبان د اروپایي ټولنې بشري مرستو ته د دې تولنې له اصولو سره سم اجازه ورنه کړي نو ښايي دوی د افغانستان لپاره پر خپلو پلانونو بیا غور وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG