د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د مهاجرت نړيوالې اداره: پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو نوی بنديز بې‌سارې سرغړونه ده


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) عمومي رئيس انتونیو ویترینو د طالبانو له لوري د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز په کلکه وغانده.

ده په دې اړه په یوه بیان کې ویلي، له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف محدودوونکي اوامر په زیاتېدو دي چې له کبله یې هغوی د ژوند په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې له ګډونه راګرځول شوې دي.

د ۲۰۲۲ د دسمبر په ۲۴ طالبانو په نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

تر دې وړاندې یې په نورو فرمانونو کې ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو منع کړې وې.

د ای‌او‌ایم د مشر په وینا د طالبانو وروستی بندیز د ښځو د حقونو خلاف بې سارې سرغړونه، د بشرپالو اصولو او د ملګروملتو د مصونیت او امتیازونو په اړه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د ملګروملتو د مهاجرت د نړیوالې ادارې رئیس همداراز ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، دا ډول بندیزونه به هغه خلک، چې سخت محتاج دي، له اساسي مرستو محرومه کړي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې لوګو
د مهاجرت نړيوالې ادارې لوګو

ده زیاته کړه، نه یوازې د اصولو له مخې ښځې باید د مرستو په رسولو کې ونډه ولري، بلکې د عملیاتي چارو د اغېزمنتوب لپاره یوه ضروري چاره ده ځکه چې د ای‌او‌ایم له لوري د مرستو په رسولو کې ښځې اساسي رول لري.

ویترینو دا هم ویلي چې، د ای‌او‌ایم او ملګروملتو ښځینه کارکوونکو ته به د معاش ورکړه دوام وکړي او د هغوی پر ځای به نارینه ونه ګومارل شي.

له بلې خوا د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ملګروملتو په دفترونو کې د افغان کارکوونکو د منع کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه غندلې ده.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس هم دا بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي.

يو شمېر مېرمنې د کار او زده‌کړې حق د ترلاسه کولو په موخه د لاريون پر مهال، ارشيف
يو شمېر مېرمنې د کار او زده‌کړې حق د ترلاسه کولو په موخه د لاريون پر مهال، ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکرترک په یوه اعلامیه کې ویلي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت دا پرېکړه په افغانانو "بې رحمانه" او سیستماتیک برید دی چې له امله به یې د افغانستان د نیمايي وګړو ظرفیتونه راټیټ او هغوی به وګواښل شي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي.

د طالبانو پر دې اقدام امریکا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم عکس العمل ښوولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG