د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نړيوال مرستندويه بنسټونه: طالبان دې پر افغان ښځو د کار بنديز پرېکړه بېرته واخلي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو له وروستیو محدودیتونو وروسته شپږو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په افغان ښځو دې بنديزونه ژر تر ژره لرې کړي.

شیرینه محمدي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې یې کار کاوه وايي، مخکې له دې چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیز ولګاوه، له سختو محدودیتونو سره سره یې کار ته دوام ورکاوه.

زه د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه غواړم چې خپلواکه واوسي

د شيرينه محمدي په وینا، د طالبانو د بنديزونو له امله، لومړی د حجاب اغوستلو ته اړې شوې، د ښځو دفترونه او د کار ورځې بېلې شوې، تر دې چې په پای کې يې ښځې له کار کولو منع کړې.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "تر کله به افغان مېرمنې قرباني ورکوي؟ په څلوېښت کالو جګړو کې ښځې کونډې شوې او یا د کورنۍ غړي يې مړه شول، ښځې په افغانستان کې تر ټولو زیاتې زیانمنونکې دي. زه د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه غواړم چې خپلواکه واوسي او د هیڅ حکومت او هېواد د پرېکړو تر اثر لاندي رانه‌شي او افغان ښځو ته باید د کار او زده‌کړې حق ورکړل شي."

کابل کې يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف
کابل کې يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

وروسته له دې چې د طالبانو حکومت، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو کار ته حاضر نه‌شي.

دې مسلې د هغو زرګونو کسانو اندېښنې زیاتې کړې چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نيلوفر چې د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور ده، ازادي راډيو ته وويل، که بشري مرستې هغې ته چې بې‌کاره ده او بل ډوډۍ راوړونکی هم نه‌لري، ونه رسيږي، ژوند به ورته ډير ستونزمن شي.

په کور کې ډوډۍ نه‌لرو، دوه ماشومان لرم، کار نه‌لرم، خاوند مې په ایران کې دی
نيلوفر

نيلوفر وايي: "زمونږ ستونزې ډېرې دي، اقتصاد مو ضعیف دی، په کور کې ډوډۍ نه‌لرو، دوه ماشومان لرم، کار نه‌لرم، خاوند مې په ایران کې دی، بل ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم. د ایران پیسو نرخ هم ډېر کم دی، که زه په کورونو کې کار ونه‌کړم ماشومان مې وږي پاتې کېږي. که داسې وشي، ډېره به ستونزمنه شي، خلک به مړه شي، مرستې ته باید دوام ورکړل شي، که دا مرستې ونه‌شي، خلک به څه کوي؟ مونږ له مرستو راضي یو، پرته له مرستو به څه کوو؟ کار نه‌شته، دنده نه‌شته."

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې سېف ده چلډرن، د ناروې او د ډنمارک د کډوالو شوراګانو، اېنتر سوس، د لوږې پر وړاندې اقدام او ورلډ ويژن يا نړيوال ليد،مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې، په افغانستان کې د ښځو پر کار محدوديتونه پای ته ورسوي.

په دې ګډې اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ويل شوي: "د ښځينه کارکوونکو پرته، بشري ټولنه نه‌شي کولای په موثره توګه ښځو او نجونو سره مرسته وکړي، دې ټکي ته په پاملرنې سره چې ۲۸ ميليونه خلک د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړينو مرستو ته اړتيا لري. دا اقدام به د هغوی د ژوند لاره پای ته ورسوي."

ومو غوښتل چې د يادو سازمانونو د اعلامیې او د ښځو د غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت نظر ولرو، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې مخکې، د طالبانو حکومت د ښځو پر ازادۍ، کار او زده‌کړو د محدودیتونو ترڅنګ، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۳ مه په ملي او نړیوالو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG