ښځې
د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له لوري د ښځينه کارکوونکو پر کاري بنديز اندېښنه ښودلې

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د طالبانو دا اقدام به نه یوازې ښځې، بلکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو پروګرامونه اغېزمن کړي.
سازمان له طالبانو غوښتي چې پر دغه حکم له سره کتنه وکړي او ښځو او نارینه دواړو ته اجازه ورکړي چې له لسیزو شخړو وروسته د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.
ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه وویل، طالبانو په رسمي ډول ترې غوښتي چې هیڅ افغان ښځه د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نهلري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بخښنې نړیوال سازمان د 'پریسا آزاده' پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالې پریسا آزاده د غیرقانوني نیول کېدو پر راپورونو ژوره اندېښنه ښودلې.
دې سازمان پرون پر ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې مېرمن آزاده، منیژه صدیقي، ندا پرواني، ژولیا پارسي، د نوموړې مېړه رسول پارسي او د بشري حقونو نور فعالان باید سمدستي له بنده خوشې شي.
که څه هم د طالبانو حکومت د دې فعالانو د نیول کېدو پخلی نه دی کړی خو ویل کېږي چې دوی د طالبانو استخباراتو نیولي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان پخوا هم ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول دي او په پروني بیان کې یې یوځل بیا ټینګار کړی چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه او غیرقانوني اقدامات د بشریت پر ضد جنګي جرایم بلل کېدای شي.
نصیراحمد فایق د طالبانو له بنده د 'پریسا ازاده' د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیراحمد فایق د یوې معترضې افغان مېرمنې پریسا ازاده د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
فایق تېره شپه په خپله اکس ټولنیزه شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو دغه اقدام د اسلامي او کلتوري ارزښتونو، دغه راز د بشري حقونو او د ازادیو د اساساتو خلاف عمل دی.
هغه د مېرمن ازاده د نیولو پېښه په کلکه غندلې، د هغې او د نورو معترضو ښځو او د بشري حقونو د مدافعانو د فوري خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ غړې پریسا ازاده تېره سې شنبه ازاده په کابل کې نیولې ده.
د طالبانو ویندویانو د دې پېښې په باب تبصره نه ده کړې.
د طالبانو حکومت لا هم د حقونو ځینې فعالان له دې هغې ډلې ژولیا پارسي او د هغې زوی، ندا پرواني او د هغې ماشومه، منیژه صدیقي او رسول پارسي خوشې کړي نه دي.
طالبانو په هرات کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي

طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي دي.
سیمه ییزو سرچینو دا خبره د ازادي راډیو خبریال ته تایید کړې ده.
اخوا ګڼو رسنیو او خبریالانو هم لیکلي چې د طالبانو وسله وال د سه شنبې په ورځ د هرات یو شمېر ښوونیزو مرکزونو ته ورغلي او دغو مرکزونو ته یې د نجونو د ورتګ مخه نیولې ده.
په خواله رسنیو هم د څو ښوونیزو مرکزونو په دروازو د طالبانو د سند د لګېدو عکسونه خپاره شوي.
په دې مکتوب کې لیکل شوي چې تر بل امر پورې دې د هرات ټول ښوونیز مرکزونه تړلي پاتې وي.
د راپورونو له مخې د هرات ګڼو نجونو زده کوونکو په دې ښوونیزو مرکزونو کې پر ساینسي مضامینو سربېره انګریزي او جرمني ژبې هم زده کولې.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او په هغه سربېره د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي.
اوتونبایوا: پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
مېرمن روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل، دغه محدودیتونه له افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي.
هغې زیاته کړه: "دغو محدودیتونو دوی 'نجونې او ښځې' تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او لوړو زده کړو ته له لاسرسي راګرځولي دي. پر دې سربېره یې د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند کې هم د هغوی د ګډون مخه نیولې. په خواشینۍ سره چې دغه محدودیتونه د طالبانو د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده."
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې غونډه کې ټینګار شوی چې ښځې په ملي کچه د ودې او پرمختګ یوه مهمه برخه ده او باید د ګډون حق ورکړل شي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو مخه نیولې او تېر دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.
طالبانو په نړیوالو او کورنیو موسسو او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون مخه نیولې او د نړیوالو له پرله پسې نیوکو او غوښتنو سره سره یې دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.
ویګناراجا: د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه باید له طالبانو سره خبرې وشي

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړې او غوښتنه یې کړې ده چې باید د دې ستونزې د حل لپاره نړیواله ټولنه له طالبانو سره خبرې وکړي.
د آسیا پاسیفیک سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د ساحوي دفتر مشرې کاني ویګناراجا پرون د جاپان له 'این ایچ کې' خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له طالبانو سره ډیالوګ وکړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
مېرمن ویګناراجا همداراز د افغان مېرمنو د ذهني روغتیا او په کم عمر د نجونو د ودونو په اړه، هغه هم په داسې حالت کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا زیات خراب شوی، اندېښنه څرګنده کړه.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه کم دوه نیمو کلونو کې په تدریجي ډول لومړی د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند کړل، ورپسې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې د نجونو د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو ازادېدل غوښتي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د کارپوهانو دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې ندا پرواني او ژولیا پارسي د بشري حقونو مدفعانې او د افغان مېرمنو د خودجوشه غورځنګ غړې دي.
د بیان له مخې د ندا پرواني مېړه او د ژولیا پارسي یو زوی هم د طالبانو په بند کې دي.
په بیان کې یادونه شوې چې د دې فعالانو او د هغوی د کورنۍ د غړو خوشې کېدل یوه بېړنۍ اړتیا ده.
بیان زیاتوي چې له یوې میاشتې راهیسې په بند کې د دې مېرمنو پاتې کېدلو د هغوی د روغتیايي او رواني حالت په اړه اندېښنې پارولي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو په عین حال کې د افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو د فعال مطیع الله ویسا د خوشې کېدو ستاینه کړې.
اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ لپاره ګډ پروګرام پیلوي

اروپايي ټولنه او د ملګرو ملتونو پراختیايي موسسه د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره یو ګډ پروګرام پیلوي.
دا خبره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپله ایکسپاڼه لیکلې.
د بیان له مخې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو پراختیايي موسسې 'یو این ډي پي' افغانستان څانګې په دغه ګډ پروګرام سره د شريعت مطابق د سپما ګروپونو او کوچنيو پورونو له لارې د افغان ښځینه سوداګرو او ځوانو متشبثینو لاسنیوی کېږي.
اروپايي ټولنې نه دي ویلي چې څومره ښځینې سوداګرې له دغه پروګرامه برخمنېږي، خو ویلي یې دي چې تمه ده په شپږو ولایتونو کې پلی شي.
طالبانو تر ډېره په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې ورسره په ټوله کې پر اقتصاد د ناوړه اغېزې تر څنګ ګڼ واړه کاروبارونه هم زیانمن شوي.
د ایراني پولیسو له لوري د یوې وژل شوې پېغلې جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د هغې ۱۷ کلنې ایرانۍ پېغلې جنازه پرون په تهران کې خاورو ته وسپارل شوه، چې باور کېږي د ایران د مذهبي پولیسو له لوري وژل شوې ده
ارمیتا ګراوند په دې خاطر د مذهبي پولیسو له لوري د تهران په مترو کې ووهل شوه چې حجاب یې نه و رعایت کړی.
دا له وهل کېدو وروسته یوه میاشت په روغتون کې کوما وه تر دې چې د شنبې په ورځ یې ساه ورکړه.
د ارمیتا د جنازې په مراسمو کې د تهران په بهشت زهرا هدیره کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو او د ځینو ناتایید شویو راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د ارمیتا د څو خپلوانو په ګډون یو شمېر کسان نیولي دي.
له دې سره هممهاله د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي چې د ارمیتا د مړینې خبر سخت خواشینی کړی دی.
د اروپايي ټولنې استازی: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو سخت هېواد دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې افغانستان په ۲۰۲۳م کال د ښځو لپاره تر ټولو سخت هېواد دی.
ټوماس نیکلاسن دا خبره پرون ماښام پر خپله ایکسپاڼه کښلې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د امنیت او قضا په ټولنه کې ګډون اصلي ننګونې ګڼل کېږي.
ده د جورج ټاون انسټېټیوټ وروستۍ سروې ته په اشارې ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۷، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د ښځو د ید وضعیت له نظره د جدول په پای کې و.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د قابلو د روزنې یو پروګرام پیل کړی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د قابلو د روزنې د یوه پروګرام خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې پروګرام هدف د مور او ماشوم د مړینې د لوړې کچې راټیټول دي.
د خبر په دوام کې راغلي چې په دغه پروګرام کې اتیا ځوانې مېرمنې روزنه ترلاسه کوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې کار وکړي.
طاهره د دې مېرمنو له ډلې یوه ده.
هغه وايي: "زما هدف دا دی چې د مېندو او ماشومانو ژوند و ژغورم. زما عمه غبرګولي ماشومان درلودل، خو دواړه ماشومان یې له لاسه ورکړل، ځکه چې ژمی و او لارې د واورو او واورو ښویېدنې له کبله بندې وې."
طاهرې دا خبرې په هغې ویډيو کې کړي چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خپره کړې ده.
د قابلو د روزنې دغه پروګرام داسې مهال پيلېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او د هغوی پوهنتونونه یې هم بند کړي دي.