د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د افغانستان وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه؛ د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه هم بحث کېږي


د ملګروملتونو بيرغ، انځور - ارشيف
د ملګروملتونو بيرغ، انځور - ارشيف

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې جوړېدل.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي مؤسسو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار د بندیز پر پرېکړه په نړیواله کچه غبرګونونه روان دي، د ملګرو ملتونو سازمان وايي په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د وضعیت په تړاو نړیواله غونډه جوړوي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هم په‌کې بحثونه وشي.

د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې امینې محمد تېره ورځ ناوخته د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال وویل، په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

"په راتلونکو دوو اوونیو کې به په سیمه کې سره جرګه شو
امينه محمد

اغلې محمد د خپلو خبرو پر مهال له سخت دریځو طالبانو سره په خبرو ټینګار وکړو.

نوموړې وويل: "په راتلونکو دوو اوونیو کې به په سیمه کې سره جرګه شو او دا به د نړۍ او سیمې د هېوادونو د استازو لومړنۍ ناسته وي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په‌کې ګډون کوي، د دې غونډې له جوړېدو زموږ تمه د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي چې موږ د اصولو او شرطونو پر بنسټ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په لور ور سیخ کړي، ایا دا ممکنه ده؟ نه پوهېږم، خو دا بحث باید وشي. طالبان د په رسمیت پېژندنې غوښتونکي دي او دا پر دوی زموږ د فشار وسیله ده."

امينه محمد
امينه محمد

امینه محمد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله ته د اختر په مناسبت په منسوب پیغام کې، یو وار بیا د سختو شرعي احکامو په تطبیق سره د افغان ټولنې د اصلاح په برخه کې د ده پر هوډ ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تېره ورځ ناوخته په خپل ټویټر لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

ښاغلي خلیل‌زاد لیکلي دي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د بېلابېلو هېوادونو استازي باید له طالبانو سره هم غونډه وکړي، ترڅو د افغان مېرمنو د زده‌کړو او کار لپاره یوه طرحه رامنځته کړي.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو په نوم یوې ټولنې له ملګروملتونو او د دغه سازمان له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو غوښتنې واوري او له طالبانو سره دې تعامل نه‌کوي.

د يادې ټولنې پر ټویټر له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې طالبان دې په رسمیت نه پېژنې، ځکه د دغه ټولنې د بیان له مخې طالبانو افغان ښځې ځپلي او د میلیونونو افغانانو پر بشري حقونو یې تېری کړی دی.

یو شمېر افغانان هم ورته غوښتنه لري او وايي، په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی ملګري ملتونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره غونډې جوړوي.

د ننګرهار اوسېدونکې نرګس ازادي راډيو ته وویل: "دوی یانې ملګرو ملتونو تل د طالبانو د حکومت د کړنو خلاف غږ پورته کړی او د طالبانو هغه پرېکړې چې د ښځو د کار او زده‌کړو د بندیز په اړه دي غندلي دي، موږ افغان مېرمنو ته دا هیڅکله د منلو وړ نه‌ده چې ملګري ملتونه د هغه ډلې یا حکومت د رسمیت پېژندلو هڅه وکړي چې تر اوسه همدوی ورته یوه ترهګره ډله ویله."

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی جلیل هم ورته نظر لري او وايي نړیوال پر طالبانو د فشار پر ځای دوی ته کمپاین کوي.

نوموړی وايي: "له یوې خوا دوی ګواښونه کوي که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنه‌کړي افغانستان پرېږدو او له بلې خوا بیا امينه محمد وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره غونډه جوړوي، اوس موږ نه پوهېږو چې دوی طالبانو ته کمپاین کوي او که په دوی فشار راوړي."

اوس موږ نه پوهېږو چې دوی طالبانو ته کمپاین کوي او که په دوی فشار راوړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو په ګډون په ټولو نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د طالبانو د دغه پرېکړې له امله د یاد سازمان او طالبانو د حکومت ترمنځ ترینګلتیا مخ په ډېرېدو ده.

ملګرو ملتونو ګواښ کړی، که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنه‌کړي، نو ښايي دوی له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت نږدې دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

له دې وړاندې یې په تېره ډیسمبر میاشت کې په ټولو نا دولتي مؤسسو کې افغان ښځې له کار کولو منع کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG