د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي


دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې يو انځور، ارشيف
دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې يو انځور، ارشيف

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرې‌نږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي.

خلیل‌زاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري.

ښاغلي خلیل‌زاد دغو لیدو کتو ته ځینې وړاندیزونه کړي چې لومړی هغه یې د دوحې د هوکړې عملي کول دي.

هغه د دغې هوکړې د عملي کولو او د اوسنیو شرایطو د ارزونې لپاره د یوې تګ‌لارې جوړول مهم بللي او په خبره یې د دغې تګ‌لارې لپاره اړتیا ده چې ښاغلی ګوتېرش او د غونډې نور ګډونوال له طالب استازو سره هم خبرې وکړي.

تر اوسه طالبانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په رسمي ډول د دوحې د جوړېدونکې غونډې په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د همدغسې یوې نړیوالې غونډې خبر ورکړی و.

امریکا غږ د میرمن محمد په حواله لیکلي: "مونږ هیله من یو چې د دغو وړو ګامونو په وسیله د طالبانو رسمیت پېژندې ته لاره پیدا کړو."

دا چې ملګري ملتونه به طالبان په رسمیت وپېژني که نه، امینه محمد یې په اړه بې خبري ښودلې، خو زیاته کړې ده، بحثونه باید پیل شي، ځکه طالبان په ښکاره د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG