د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ځينې کورنۍ: د مرستو کمېدو سره مو بې‌وزلي ډېره شوې


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي د بشري مرستو له کمېدو سره د دوی د بې‌وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو یوې ادارې هم په افغانستان کې د قحطۍ د خطر پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او وايي، په تېرو ۲۵ کلونو کې ساری نه‌لري.

د کندهار اوسېدونکې فرشته وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په نیت له خپل خسر سره د باندې وتلې وه، خو بېرته نا امینده کور ته ستنه شوې ده.

"کوچني اولادونه مې دي چې له لوږې او تندې راڅخه مري.

نوموړې وايي: "کوچني اولادونه مې دي چې له لوږې او تندې راڅخه مري. یو سپین ږیری خسر راسره دی، چې خپله لکړه لګوي، کله یوه موټر ته لاس ورکوي «د سوال کولو لپاره» کله بل موټر ته. بېرته دغسې نا امیده راغلو. کوچني مې له لوږې کړېږي."

بله افغانه مور ارزو وايي، د لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله حتی په کور کې له خپلو یتیمانو سره د مرګ په انتظار ناست دي.

ارزو وايي: "زما ژوند دومره خراب دی، چې ما او دغو یتیمانو ته دې نبي مبارک دغه ماښام مرګ راولي. درې وارې مې پر ځان چاړه را اخیستې او د موږک د مرګ دوا مې را اخیستې ده. تر دې چې زه او یتیمان مې مړه شو بهتره ده. دا ژوند به څه کړم چې د نورو خلکو کالي او نور شیان راټولوم. په شپو- شپو وږي ویده کېږو."

وروسته له هغه چې طالبانو د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز ولګاوه، ورسره د مرستو رسولو چارې ټکنۍ شوې او د خلکو بې‌وزلي ډېره شوه.
وروسته له هغه چې طالبانو د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز ولګاوه، ورسره د مرستو رسولو چارې ټکنۍ شوې او د خلکو بې‌وزلي ډېره شوه.

د طالبانو ویاندویانو ویلي، چې دوی اړو کسانو ته د بشري مرستو د جلبولو هڅه کوي او له ځینو هېوادونو سره یې په دې باب خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، دغه هېواد نن سبا د قحطۍ له داسې خطر سره مخامخ دی، چې په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

"اوس‌مهال افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوی خطر سره مخامخ دی.
اماني

د دې ادارې ویاند وحید الله اماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو رول خورا مهم دی.

ښاغلی اماني وايي: "اوس‌مهال افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوی خطر سره مخامخ دی. نږدې ۲۰ ميلیونه افغانان نه پوهېږي، چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومې راځي. له دې ډلې ۶ ميلیونه کسان له قحطۍ څخه یوازې یو ګام فاصله لري. ښځینه مرستندوی کارکوونکي په افغانستان او ټوله نړۍ کې د WFP د خوراکي توکو د مرستو رسولو په برخه کې خورا مهم رول لري. WFP پر خپلو فعالیتونو او د ټولو کارکوونکو پر خوندیتوب د اوسنیو چارواکو وروستی حکم چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې ښځینه کارکوونکي له کاره منع کړي، ارزوي. په افغانستان کې د WFP د فعالیتونو او تر ټولو اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ټولو کارکوونکو حضور اړین دی."

افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او خلک شکايت کوي چې اړو کسانو ته مرستې نه رسيږي.
افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او خلک شکايت کوي چې اړو کسانو ته مرستې نه رسيږي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په یوه اعلامیه کې خپلو کارکوونکو ته ویلي، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام په اړه د پرېکړې تر وخته دې د مې میاشتې تر پنځمې خپلو دفترونو ته نه‌ځي.

طالبانو د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ (د اپرېل پر څلورمه) په ننګرهار کې د یوناما ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې، په ځواب کې یوناما له خپلو۳۳۰۰ کارکوونکو وغوښتل چې پر کور پاتې شي.

یوناما وايي د طالبانو پرېکړه ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او د خپلو نورمونو او اصولو تر منځ يو ډاروونکی انتخاب وکړي.

تر دې مخکې طالبانو په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کاره منع کړې وې، خو ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې له دې فرمان مستثنی وې.

ملګرو ملتونو ویلي له ښځینه کارکوونکو پرته اړو کسانو په ځانګړي ډول اړو ښځو ته د بشري مرستو رسول ناممکن کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG