د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

يوناما: طالبان ملګري ملتونه اړ باسي چې د افغانانو ملاتړ د دوام لپاره يو ډارونکی انتخاب وکړي


د ملګروملتونو بيرغ
د ملګروملتونو بيرغ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما خبرداری ورکوي، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډارونکې انتخاب وکړي.

یوناما د سه‌شنبې په ورځ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا بندیز د نجونو او ښځو پر وړاندې یو قصدي او تبعیضي چلند و چې بشري حقوق او بشر دوستانه اصول نقضوي او افغانانو ته د ژغورونکو خدمتونو ته د رسولو په برخه کې خنډونه رامنځ‌ته کوي.

په دې خبرپاڼه دا هم راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۵ پورې په دې هېواد کې د خپلو عملیاتي چارو د بیاکتنې لړۍ هم پیل کړې ده.

د یوناما خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې موده کې به په افغانستان کې ملګري ملتونه اړینې مشورې ترسره، اړین عملیاتي تنظيم رامنځ‌ته او د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بېړني پلانونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

خبرپاڼه وړاندې لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې ملګري ملتونه د افغانانو د بې‌ساري کړاو د کمولو لپاره د پاتې کېدو او ورسره د مرستې رسولو هڅه کوي.

خو طالبانو د اپریل په څلورمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د دې سازمان ادارو کې ښځینه کارکوونکي له کارکولو منع کړې.

یوناما په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته خبر ورکړ چې تر بل امر پورې کار ته ولاړ نه‌شي.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته، یوناما په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته خبر ورکړ چې تر بل امر پورې کار ته ولاړ نه‌شي.

د یوناما د نوې خبرپاڼې پر بنسټ، دې سازمان بیا هم خپلو ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د ځینو ځانګړو دندو پرته، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته د کار کولو لپاره ولاړ نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د معترضو ښځو د ایتلاف غورځنګ په نجونو او ښځو د بندیزونو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په کمزوري دریځ نیوکه کوي.

يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف

دې ایتلاف نن په یوه غبرګون چې پرېکړه‌لیک یې یوې غړې ازادي راډیو ته په خپل ویډیويي پیغام کې را لېږلی او نه‌غواړي چې نوم یې په راپور کې یاد شي ویلي: "زموږ د هیلو خلاف یو ځل بیا نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ملګرو ملتونو د طالبانو پر وړاندې له نرمۍ کار واخست او له دوی سره تعامل کوي."

د معترضو ښځو د ایتلاف غورځنګ داسې مهال د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په برخه کې د ملګرو ملتونو په چوپتیا نیوکه کوي، چې یوناما ډېر کله په خپلو اعلامیو او مخامخ خبرو کې ویلي چې دا بندیزونه د منلو نه‌دي او ټینګار یې کړی چې باید افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.

یوناما همدا ډول د طالبانو په بند کې د بندي فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې او هر څه ژر یې د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

خو طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهم د افغانانو له بیا بیا غوښتنو سره سره، نه د نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته اجازه ورکړې او نه یې په هغوی لګېدلي بندیزونه لغوه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG