د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز؛ پاور: دا پرېکړه میلیونونه افغانان له مرستو محروموي


د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا یو ایس آی ډي مشره سامنټا پاور
د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا یو ایس آی ډي مشره سامنټا پاور

د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا یو ایس آی ډي مشرې سامنټا پاور په یوه اعلامیه کې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د ښځو په کار بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به یوازې د افغانانو لپاره د خدمتونو او ملاتړ په کمېدو کې اغېز ولري.

د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي کورنیو لو نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار د بندیز تر لګېدلو وروسته ځینې اړمن افغانان وايي، بشري مرستې کمې شوي او دوی اوس له ستونزو سره مخ دي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي چې وکولای شي خلکو په ځانګړې ډول مېرمنو ته د مرسته په رسولو کې برخه واخلي.

له دې ډلې د کابل او غزني دوه تنه اوسېدونکي چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل اوسېدونکی وايي: "له کوم وخت راهیسې چې طالبانو د ښځو په کار بندیز لګولی، له هغه وخت راهیسې مرستې ټکنۍ شوې او له خلکو سره نه کېږي. تر موږ پورې ډېر بې وزله خلک شته چې پخوا به ښځې راتلې، کورونه به یې کتل، مرستې به یې کولې، خو اوس دا مرستې نه راځي."

دغه راز د غزني اوسېدونکی وايي: "ډېر داسې خلک شته چې مرستو ته اړتیا لري. ډېر خلک زموږ په ګډون لوېدلي. موږ له طالبانو غواړو چې بېرته ښځو ته د کار اجازه ورکړي."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د ښځو په کار له بندیز وروسته د بشري مرستو د کمېدو خبره داسې مهال کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا 'یو ایس آی ډي' مشرې سامنټا پاور د اپرېل په ۷مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو په کار د بندیز پرېکړه به د افغانانو لپاره د خدماتو او ملاتړ په کمېدو کې اغېز ولري.

اغلې پاور د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د ښځو په کار د بندیز پرېکړه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې خپله دا ځپونکې پرېکړه بېرته واخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان د پرمختګ او د بشري مرستو د رسولو په برخو کې د ښځو ونډه مهمه ده او د دوی په کار د بندیز پرېکړه به هغه میلیونونه افغانان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له دې مرستو محرومه کړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د انګلستان استازې باربرا وډوارډ هم پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د ښځو له کاربندیز وروسته د دې سازمان په یوه کنفراس کې وویل چې طالبان د بشري مرستو تر رسولو د منځنیو پېړیو د ښځو ضد چلند ته لومړیتوب ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د انګلستان استازې باربرا وډوارډ
په ملګرو ملتونو کې د انګلستان استازې باربرا وډوارډ

نوموړې وویل: "دا یوه ډارونکې خبره ده چې له هر درېیو افغانانو دوه یې په بشري مرستو متکي دي. ملګري ملتونه د ښځو له ګډون پرته په موثره توګه نه مرستې رسولای شي او نه یې باید وکړي. تر ټولو مهمه دا ده چې دا ښيي طالبان د بشري مرستو تر رسولو د منځنیو پېړیو د ښځو ضد چلند ته لومړیتوب ورکوي."

د ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ او په ټوله کې د ښځو د کار بندیز د اغېزو په اړه د نړیوالو الو غبرګونونو او اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د سې شنبې په ورځ وویل، د طالبانو چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې د دې سازمان په دفترونو کې د هېڅ مېرمنې لپاره د کار اجازه نه شته.

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته افغان مېرمنې په ډېری حکومتي او د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کاره کولو منع کړي، خو د یوناما کارکوونکې مستثنا وې چې اوس یې په دوی هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG