د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د قطر، اماراتو او ترکیې په سفر وتلی


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې د یادو هېوادونو له استازو او بېلابېلو افغان لوریو سره ګوري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ به د دې د سفر په لړ کې د افغانستان د ستونزو پر حل چې د ملګرو ملتونو د ښځینه افغان کارکوونکو پر کار له بندیز سره لا ډېرې شوي خبرې وکړي.

وېست دا سفر تېره ورځ پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته یې په خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي چې وېسټ به په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې د یادو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو، د یو شمېر نورو هېوادونو له دیپلوماتانو افغان سوداګرو د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري مرستو له متخصصانو سره وګوري.

د دغه سفر هدف د افغانستان د ستونزو او شته ننګونو په اړه د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول بلل شوي دي، هغه چې د طالبانو له لوري د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د ښځو په کار په محدودیتونو سره لا ډېرې شوي دي.

د ټوماس وېسټ سفر داسې مهال دی چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار محدودیت نړیوالې ټولنې ته نوی سرخوږی پیدا کړی دی.

یو شمېر ښځینه فعالانې بیا د وېسټ دا سفر هیله بخښونکی، خو ځینې نور یې چندان مهم نه بولي.

د ښځو د حقونو فعاله کریمه رحیم یار وايي په تېر نږدې یو نیم کال کې د افغانستان پر ښځو د محدودیتونو اړوند اعلامیې ورکړل شوې، غندنې وشوې او سفرونه وشول، خو کومه پایله یې نه درلوده.

یار وویل: "زه هېڅ هیله نه لرم، په دې تېرو اتلس میاشتو کې ډېر تګ راتګ وشو، اعلامیې ورکړل شوې، غندنې وشوې، خو پایله صفر وه، ځکه چې دوی 'طالبان' قوی ملاتړ لري، هره اونۍ ورته څلور څلوېښت میلیونه ډالره راروان دي."

خو ځینو نورو بیا د ټوماس وېسټ دغه سفر پورې هیلې تړلي او له امریکا په ځانګړې ډول له وېسټ غواړي چې د دغو لیدنو او خبرو اترو له لارې دې د افغان ښځو د روان وضعیت د بدلېدو هڅه وکړي.

د کابل اوسېدونکې او مدني فعاله نوریه سادات وايي: "موږ افغان ښځې له ښاغلي وېسټ غواړو چې په دغه سفر کې افغان مېرمنې هېرې نه کړي او د افغان مېرمنو د برخلیک په اړه بحثونه وکړي. موږ له امریکا په ځانګړي ډول له ټوماس وېسټ غواړو چې د دغه ډول ناستو له لارې د افغان مېرمنو د ژوند د بدلون هڅه وکړي."

طالبانو د اپرېل میاشتې په څلورمه نېټه د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ولګاوه، له دې وړاندې یې د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې ښځې له کار کولو منع کړي وې، خو د یاد سازمان ښځینه کارکوونکې به خپلو دندو ته ورتللې.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړ چې د طالبانو پرېکړه ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او د خپلو نورمونو او اصولو تر منځ يو ډاروونکی انتخاب وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د مې تر پنځمې په افغانستان کې د خپل ماموریت اغېز ارزوي او تر هغو یې له خپلو څه باندې درې زره کارکوونکو هم غوښتي چې له استثنایي مواردو پرته دې دفترونو ته نه ورځي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

یوناما په پرونۍ اعلامیه کې ویلي، د دوی د هر ډول پرېکړې د عواقبو پړه به د اوسنیو چارواکو پر غاړه وي.

خو د طالبانو حکومت له نږدې یوې اونۍ چوپتیا وروسته د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکونکو بندیز د افغانستان کورنۍ موضوع وبلله.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې نن د نوموړي په ټویټر پاڼه خپره شوې ویلي چې دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی او په خبره یې تبعیضي چلند یې هم نه دی کړی.

طالبانو په دې اعلامیه کې یوځل بیا ادعا کړې چې دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو ټینګښت ته ژمن دي.

اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت لامل نړیوال فشارونه او بندیزونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بانکولۍ او سفري بندیزونو مسئلې حل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG