د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

فايق: ملګري ملتونه هغه رژيم ته استازولي نه ورکوي چې د افغانانو استازی نه‌وي


ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ
ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي ځواب!

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ به هیڅ‌کله داسې رژیم ته و نه سپارل شي چې د افغانانو استازیتوب نه‌کوي.

"دا یو ظلم دی چې له افغانانو سره شوی دی.
متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله ټویټرپاڼه د دې وزارت د سرپرست امیرخان متقي یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري او زیاتوي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د داسې شخص په لاس کې ده چې د افغانانو استازی نه‌دی.

نوموړي ويلي: "دا یو ظلم دی چې له افغانانو سره شوی دی. هڅه کوو چې هغه هم د افغانانو نماینده کس ته وسپارل شي، څو دا پاتې ستونزې هم حل شي."

اميرخان منق
اميرخان منق

خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، طالبان خپله د افغانانو استازي نه‌دي، د زور لارې واکمن شوي او نږدې ۴۰ میلیونه افغانان یې یرغمل نیولي.

"نړیواله ټولنه اوس‌مهال دې ته چمتو نه‌ده چې له طالبانو سره نورمالې اړیکې ولري
فايق

نصیراحمد فایق دا هم وویل چې، د طالبانو اوسنی رژیم نا مشروع دی او د دې حق نه‌لري چې ځانونه د افغانانو استازي وبولي.

نوموړي د امیرخان متقي د دې غوښتنې په غبرګون کې چې له ملګرو ملتونو غواړي، څو په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري؛ وویل: "نړیواله ټولنه اوس‌مهال دې ته چمتو نه‌ده چې له طالبانو سره نورمالې اړیکې ولري او له همدې امله یې دوی په رسمیت هم‌ نه‌دي پېژندلي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ او د افغانستان سفارتونه یو مشروع نظام پورې تړلي دي. تر هغه چې افغانستان یو مشروع نظام چې افغانانو انتخاب کړی نه‌وي او د خلکو په خوښه راغلی نه‌وي و نه‌لري، طالبان نه‌شي کولای د افغانانو او د یوه مشروع نظام استازولي وکړي."

نصير احمد فايق
نصير احمد فايق

نصیراحمد فایق په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني دایمي استازي غلام‌ محمد اسحاق‌زي له استعفا وروسته، سرپرست وټاکل شو.

د طالبانو حکومت اوس‌مهال په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دې څوکۍ ته نومولی دی او ترڅنګ یې په ځلونو دا غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۶مه یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې په دې سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ طالبانو ته و نه سپاري.

هغه مهال د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ۱۹۳هېوادونو دا پرېکړه تایید کړه او تر خوا یې دا هم وویل چې، په دې اړه به بله پرېکړه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې وشي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په ځلونو یې له نړیوالې ټولنې د رسمیت او ترڅنګ یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان یې دا غوښتنه رد کړې ده.

طالبان وايي، د دوی د مشروعیت لپاره شرایط پوره کړي، خو د نړیوالې ټولنې باور دا دی چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه نقض کړي، د همه‌شموله حکومت په جوړېدو کې ناکام دي او تر خوا یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ترهګرو سره د اړیکو په برخه کې هم په کړنو پراخې نیوکې شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG