د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

ملګرو ملتونو بیا دغه سازمان ته د طالبانو د استازي لېږل وځنډول


ارشیف: په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ
ارشیف: په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ

ملګرو ملتونو د دویم ځل لپاره هم نیویارک ته د طالبانو د حکومت د استازي د لېږلو وروستۍ پرېکړه وځنډوله.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د اعتبارلیک کمېټې له قوله ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د دغو دوو هېوادونو د استازو په توګه د طالبانو او د میانمار د پوځي حکومت د استازو د منلو پرېکړه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده .

د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه د روسیې، چین او د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د ۹ هېوادونو له استازو جوړه ده.

ټاکل شوې چې دغه راپور د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د تایید لپاره وړاندې شي.

رویټرز اژانس د ملګرو ملتونو د ډیپلوماټانو له قوله ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت او د میانمار د پوځي حکومت د استازو ردول په دې معنا دي چې د دغو دوو هېوادونو اوسني استازي کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي.

تېر کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم په دغه سازمان کې د طالبانو د حکومت او د میانمار د پوځي حکومت د استازو د منلو په اړه وروستۍ پرېکړه ځنډولې وه.

د ملګرو ملتونو د اعتبارلیک د کمېټې غونډه د سپټمبر په ۱۲مه جوړه شوه او پرېکړه وشوه چې د افغانستان او میانمار اوسني استازي به خپل کار ته دوام ورکوي.

خو طالبان وايي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ د دوی حق دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او ملګرو ملتونو ته د طالبانو د حکومت نومول شوي استازی سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او ملګرو ملتونو ته د طالبانو د حکومت نومول شوي استازی سهېل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ملګرو ملتونو ته د طالبانو د حکومت نومول شوي استازي سهېل شاهین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا د اوسني حکومت حق دی چې په ملګرو ملتونو کې دایمي استازيتوب ولري. د باورلیکونو د ورکړې کمېټې د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ د افغانستان د برخلیک په اړه د فشار راوړلو لپاره یو ځل بیا ځنډول د عدالت خلاف کار دی. زه د هغو کسانو پام ځانته رااړوم چې په عدالت او اصولو باور لري چې د افغانستان څوکۍ ورته وسپارل شي."

طالبانو تر دې وړاندې سهېل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازی په توګه معرفي کړی و، خو تر اوسه دغه سازمان نه دی منلی.

خو د افغانستان د مخکېني نظام د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي ازادي راډیو ته وویل، تر څو چې طالبان د افغان ټولنې واقعيتونو ته درناوی ونه کړي او یو جامع حکومت جوړ نه کړي، دوی به هېڅکله د ملګرو ملتونو د استازولۍ څوکۍ ونه ګټي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

کوفي وویل: "زه فکر نه کوم چې نړۍ ته دې دا مناسبه وي چې له څو ګوني چلند سره داسې ډلې ته څوکۍ ورکړي چې هغه بشري حقونو د ښځو حقونو، قومونو او د ټولنې نورو خلکو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.

ملګرو ملتونو نیویارک ته د طالبانو د استازي استول ځکه ځنډولي چې طالبان د خپلې واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.

هغه څه چې طالبان یې نه مني او په وار وار یې ویلي چې دوی د اسلامي شریعت سره سم په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي.

خو د دوی د واکمنۍ په ۱۶ مياشتو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې، په ډېرو دولتي ادارو کې ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، حجاب اغوستلو ته اړ دي، له حجاب پرته د لرې واټنونو د تګ اجازه نه لري او دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې تفریحي پارکونو ته لاړ شي، په حمامونو او ورزشي کلبونو یې هم بندېز لګولی دی.

یاد شوي بندیزونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د اساسي شرطونو خلاف دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG