د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست ګومارنې ته د طالبانو غبرګون


ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ ته د طالبانو نوماند سهيل شاهين او دوه نور طالب چارواکي
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ ته د طالبانو نوماند سهيل شاهين او دوه نور طالب چارواکي

طالبان وايي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي پر څوکۍ د سرپرست په توګه د نصیر احمد فایق ګومارنه د اصولو خلاف ده او دغه سازمان دې د بې‌پرېتوت په مراعت کولو سره دغه لانجه نه‌اوږدوي.

سهیل شاهین چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د طالبانو له لوري دې څوکۍ ته معرفي شوی و، ازادي رادیو ته وویل، ملګري ملتونه چې د بې‌پرېتوب ادعا لري باید دغه څوکۍ د طالبانو حکومت استازي ته وسپاري.

دی زياتوي: "ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اصولو له مخې د افغانستان د اوسني حکومت حق دی چې د افغانستان پر لوېشت لوېشت خاوره حاکمیت لري، باید دغه څوکۍ د اسلامي امارت اوسني استازي ته وسپارل شي، داسې کس ته چې نه حاکمیت لري او نه هم له اوسني حکومت استازیتوب کوي، د دې څوکۍ سپارل د اصولو خلاف دي. ملګري ملتونه باید دغه مسئله د اصولو له مخې حل او شته لانجه دې نوره نه‌غځوي."

سهيل شاهين
سهيل شاهين

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي غلام محمد اسحاق‌زي له استعفا وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي سیاسي استازولۍ په خپله ټویټرپاڼه د فایق ټاکنه تأیید کړې ده.

په ټویټ کې لیکل شوي: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ خبر ورکوي چې مستشار نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ رهبري پر غاړه اخیستې او رسمي چارې مخ ته وړي."

نصیر احمد فایق پر خپله تویترپاڼه لیکلي چې دغه مسؤلیت‌یې د ملي ګټو پر بنسټ منلی دی.

هغه ویلي، دغه ستر مسؤلیت‌یې په سختو شرایطو کې پر غاړه اخیستی دی او هڅه کوي د بې‌کارۍ، لوږې، فقر او د بشري حقونو د نقض په اړه د افغانانو غږ د دې سازمان تر غړو هېوادونو ورسوي.

که څه هم څه موده وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، غلام محمد اسحق‌زی چې دغه سازمان کې د افغانستان استازی و، دنده‌یې ورته تمدید کړې ده، خو د نوموړي د استعفا لامل لا نه‌دی په ډاګه شوی.

وموغښتل چې د ښاغلي اسحق‌زي د استعفا لامل وپوښتو، خو په دې کار بریالي نه‌شوو.

غلام محمد اسحق‌زی
غلام محمد اسحق‌زی

په ورته وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او سیاسي فعاله شکریه بارکزۍ وایي په اوسني وضعیت کې نه د طالبانو حکومت او نه هم د افغانستان مخکېنی ولسمشر، ملګرو ملتونو ته د نوي استازي د معرفي کولو صلاحیت لري.

اغلې بارکزۍ وايي: "د افغانستان داخلي اصولو او قوانینو ته په کتو هر کس چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ کې له ښاغلي اسحق‌زي څخه وروسته دی، په اتومات ډول د افغانستان د استازي په توګه معرفي کېږي او هر راز مسؤلیت اخلي. په هېڅ صورت نه مخکېنی حکومت او نه هم د طالبانو حکومت کولای شي نوی استازی وټاکي، په هېوادونو کې اداري اصول په همدې ډول دي."

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

وروسته له هغې چې تېر حکومت سقوط وکړ، طالبانو د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.

خو د طالبانو دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو د باور لیکونو کمېټې له لوري رد شوه.

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو کلنۍ ناسته کې د وینا غوښتنه کړې وه چې د دغه سازمان له لوري ونه‌منل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حکومت له حاکمیت ۴ میاشتې وروسته او د دې ډلې له لوري د سرپرستې کابینې اعلان سره لاهم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی

XS
SM
MD
LG