د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ ته ګومارنه وځنډوله؛ طالبان: دا غیر عادلانه پرېکړه ده


ارشيف، د ملګرو ملتونو سازمان يوه عمومي غونډه
ارشيف، د ملګرو ملتونو سازمان يوه عمومي غونډه

‎د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې پرېکړه وکړه چې د اوس لپاره په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه طالبانو ته څوکۍ نه‌ورکوي.

ملګرو ملتونو دا پرېکړه پرون ناوخته وکړه. د افغانستان ترڅنګ ميانمار ته هم د څوکۍ له ورکولو ډډه کړې.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن سفیرې انا کارین اینستروم چې د دې ۹ کسيزې کمېټې مشره ده د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۱۰» خبریالانو ته وویل: "دا پرېکړه په دې معنی ده چې د افغانستان طالبان او د میانمار جنتا ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د اوس لپاره په ملګرو ملتونو کې د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي."

‎خو د ملګرو ملتونو سازمان دغې څوکۍ ته د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د دغه سازمان د اصولو او د افغانستان د واقعیتونو خلاف پرېکړه ده.

شاهین وایي، د اعتبار د کمېټې پرېکړه نه د ملګرو ملتونو د اصولو پر اساس ده او نه په افغانستان کې د واقعیتونو په اساس
شاهین وایي، د اعتبار د کمېټې پرېکړه نه د ملګرو ملتونو د اصولو پر اساس ده او نه په افغانستان کې د واقعیتونو په اساس

‎شاهین وایي: "د اعتبار د کمېټې پرېکړه نه د ملګرو ملتونو د اصولو پر اساس ده او نه په افغانستان کې د واقعیتونو په اساس، بلکې دا یوه غیر عادلانه پرېکړه ده، په دې کې د ځینو هېوادونو سیاسي ملحوظات په نظر کې نیول شوي هغه هېوادونه چې غواړي د افغانستان پر خلکو خپلې غوښتنې تحمیل کړي."

ښاغلی شاهین ادعا کوي چې دغه سازمان نه د ځینو هېوادونو د فشارونو او سیاسي ګټو د ترلاسه کولو په هدف کار اخیستل کېږي چې په خبره‌یې دا د دغه سازمان باور ته زیان رسوي.

‎د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د اعتبار ورکونې کمېټې داسې مهال دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند د باورلیک ورکول ځنډولي چې دا مهال طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي.

‎پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر نظام دایمي استازی غلام محمد اسحاق‌زی کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب غلام محمد اسحاق‌زی کوي
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب غلام محمد اسحاق‌زی کوي

طالب چارواکو وړاندې په ځلونو ادعا کړې چې دوی دغه سازمان کې د افغانستان د استازولي لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

‎هغه څه چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه‌یې کافي نه‌بولي.

‎تر دې مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د طالبانو نوماند استازي سهیل شاهین په یوه ټويټ کې ویلي و: "د یوه خپلواک افغانستان درلودل د افغانستان د خلکو مشروع حق دی، د دې لپاره دوی د لسیزو راهیسې مبارزه وکړه. ولې دوی باید د بندیزونو، فشارونو او په ملګرو ملتونو کې له څوکۍ بې‌برخې شي، ځکه دوی یو داسې افغانستان غواړي چې له اشغاله پاک او د نړۍ له هر هېواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې ولري."

‎بل‌خوا طالبان داسې مهال د ملګرو ملتونو په سازمان کې د استازیتوب د اجازې غوښتونکي دي چې لا هم د دوی حکومت تر اوسه د نړیوالو له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، هغه څه چې طالب چارواکو په همدې هدف د سیمې او نړۍ هېوادونو نه په وار وار غوښتنې کړې دي.

طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د ټول افغانستان واک په لاس کې واخیست
طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د ټول افغانستان واک په لاس کې واخیست

خو د نړیوالو اړیکو ځیني پوهان او پخواني ډیپلوماتان وایي، طالبان اوس‌مهال د ډیپلوماتیکو اړیکو د نړیوال کنوانسیون له مخې دا حق لري چې په دې سازمان کې څوکۍ خپله کړي.

له دې ډلې پخواني ډیپلومات او په لندن کې اوسني حقوقي سلاکار عزیز الدین معارج د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ملګري ملتونه نه‌شي کولای د دوی (طالبانو) غړيتوب لغوه کړي ځکه افغانستان د دغه سازمان غړیتوب لري، دا چې نړیوال [طالبان] په رسمیت پېژني که نه دا بېل بحث دی، د ویانا او شیکاګو د ډیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون له مخې دا موضوع د ملګرو ملتونو پر منشور کوم اغېز نه‌لري، که چېرې داسې شرایط په نړیواله کچه چې هغه د بشري حقونو په سرغړونه او ترهګریزو اړیکو باندې طالبان تورن وي او په تور لېست کې وي، نو بیا ملګري ملتونه دې دا دلیل په نړیواله کچه مطرح کړي."

ښاغلی معارج وایي د طالبانو د دولت جوړول، حاکمیت او د امنیت شتون هغه موارد دي چې د دې سازمان د منشور له مخې د یو هېواد د استازو په توګه خپل غړیتوب ولري.

خو وړاندې نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو څو ځلې ټینګار کړی تر هغه چې په دغه هېواد کې په بشپړ ډول بشري حقونه خوندي نه‌شي، ښځو او نجونو ته د تعلیم او دندو اجازه ونه‌شي دوی به د طالبانو پر حکومت د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ سیاسي بندیزونه هم دوامداره وساتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG