د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

اسحاقزی: ملګرو ملتونو کې د افغاستان چوکۍ خوندیتوب لپاره له کلنۍ وینا تېر شوم


غلام محمد اسحاقزی
غلام محمد اسحاقزی

ټاکل شوې وه چې ملګرو ملتونو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني د حکومت دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی د دغه سازمان کلنۍ غونډې ته وینا وکړي، خو غونډې ته کم وخت پاتې و چې نوموړی له خپلې وینا تېر شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ماموریت په خپل ټویټر د ښاغلي اسحاقزي له قوله لیکلي: "ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی د هېواد د ملي ګټو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ ساتلو او دغه شان له دغه سازمان او امنیت شورا له غړیو سره د اوږدمهالې همکارۍ او اساسي مسایلو په خاطر عمومي غونډه کې له وینا تېر شو."

د نوموړي له قوله دا هم لیکل شوي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي چوکۍ د ساتلو سره د معمول په شان خپل فعالیتونو او کار ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې وه غلام محمد اسحاقزي پرون دوشنبه دغې غونډې ته وینا وکړي، خو غونډې ته کم وخت پاتې و چې نوم یې د ویناوالو له لېسته لېرې شو.

دا چې ولې د ښاغلي اسحاقزي نوم د وینا له لیسته ایستل شوی؟ د اسحاقزي له څرګندونو پرته تر اوسه ملګرو ملتونو یا د امنیت شورا غړیو په دې اړه څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم لامل په ګوته کړی.

په ورته وخت کې طالبانو بیا د دې کار هرکلی کړی او ټینګار کوي، دا چې دوی په ټول افغانستان واکمن دي، نو د نړیوالو اصولو له مخې باید دغه چوکۍ دوی ته وسپارل شي او د دوی استازي ته د وینا حق ورکړي.

د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، نړیوال باید په طالبانو ډپلوماټیک او بشري فشارونه رانه وړي: "د نړیوالو اصول له مخې اسلامي امارت هغه نظام او جورښت کېدلای شي چې په کور دننه او بهر د افغانانو استازولي وکړای شي، له دې پرته ټولې هغه هڅې چې په هر نوم کېږي هغه پایله نه لري، زموږ هیله دا ده چې له افغانانو سره د ډپلوماټیک مسایلو برخه کې سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي."

طالبانو له خپل لوري ملګرو ملتونو ته په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مخکینی ویاند سهیل شاهین د استازي په توګه معرفي کړي، خو تر اوسه یې ملګرو ملتونو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

دوی تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړې اعتراض کړی و چې د دوی استازی یې نه و منلی او د پخواني حکومت د استازي نوم یې د ویناوالو په لېست کې شامل کړی و.

د چارو پوهان بیا د افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کې یاده غونډه کې د افغانستان په استارولۍ وینا نه کول د افغان ولس او نړیوالو په زیان بولي.

د دغو پوهانو له ډلې مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، نړۍ باید د افغانستان په حالاتو ځان خبر کړي او بیا وروسته پرېکړې وکړي: "د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ ناسته کې د افغانستان استازي باید وینا کړې وای، د افغانستان کرکېچن وضعیت یې تشریح کړی وای، له هر پلوه افغانستان له سختو ستونزو سره مخ دی چې نړیوال باید له واقعیتونو خبر شي، د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه یې باید معلومات ورکړی وای."

د نړیوالو چارو بل افغان پوه جاوېد مومند وايي، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې درې دایمي استازي روسیه، امریکا او چین تصمیم نیوونکي دي، که څه هم دی کوم اسناد نه وړاندې کوي، خو وايي د دوی د اختلاف له وجې ښاغلي اسحاقزي ته د وینا اجازه ورنه‌کړل شوه.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې له معمول سره سم د هر هېواد جمهور رئس، د بهرنیو چارو وزیر او یا هم په ملګرو متلونو کې د اړوند هېواد دایمي استازی وینا کوي او د خپل هېواد او خلکو ستونزې د هواري په هدف له نړیوالو سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG