د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

طالبانو په ملګرو ملتونو کې د وینا او ونډې غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو عمومي غونډه
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، طالبانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د روانې اوونۍ په عمومي غونډه کې د نړۍ رهبرانو ته د وینا غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان ویاند، سټیفن دوجاریک پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې اړه د طالبانو لیک ترلاسه کړی دی.

د ده په وینا په لیک کې طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په لوړه کچه د شراکت غوښتنه کړې ده.

ویل شوي، دغه لیک د سېپټمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتیریش ته لیکل شوی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي لاسلیک کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک وايي، په دې لیک کې طالبانو د دې تر څنګ چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ونډې غوښتنه کړې ده، ویلي یې دي چې طالبان غواړي په ملګرو ملتونو کې سهیل شاهین د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړي.

د طالبانو له خوا په لیک کې ویل شوي چې غلام محمد اسحاقزی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نه دی.
د طالبانو له خوا په لیک کې ویل شوي چې غلام محمد اسحاقزی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نه دی.

سهیل شاهین چې ډېره موده په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و، وروسته د طالبانو د مذاکره کوونکې ډلې یو غړی و چې د دولت له مذاکره کوونکي هیئت سره یې د سولې خبرې مخ­ته وړلې.

ملګرو ملتونو ته د طالبانو په لیک کې دغه راز ویل شوي چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني نور د اګسټ میاشتې له ۱۵مې له خپلې څوکۍ لیرې شوی او د نړۍ هېوادونه یې نور د افغانستان د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.

په دغه لیک کې ویل شوي، دغه تحول ته په پام سره تر دې وروسته، غلام محمد اسحاقزی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نه دی.

ښاغلی اسحاقزی د روان کال په مې میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ټاکل شوی و.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې سرمنشي ګوتیریش د سېپټمبر پر ۱۵مه له غلام محمد اسحاقزي څخه د افغانستان د ګډونوالو فهرست ترلاسه کړی چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په شپږاویایمه عمومي غونډه کې برخه واخلي.

طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د برخې اخیستو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې تردې مخکې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو په اړه به د دوی کړنو ته په پام سره قضاوت کېږي.

دوی ویلي وو چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل هم له ښځو او اقلیتونو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی.

طالبانو چې د اګسټ میاشتې پر ۱۵ مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړې او د سېپټمبر پر ۷مه یې خپله ۳۳ کسیزه سرپرسته کابینه اعلان کړې، تر اوسه یې حکومت د یوه هېواد هم له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

XS
SM
MD
LG