د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله؛ غلام محمد اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي


غلام محمد اسحاقزی
غلام محمد اسحاقزی

ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب غلام محمد اسحاقزی خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې نن ماسپښین به د ځینو نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان دغه استازی عمومي اسامبلې ته وینا کوي.

روېټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په حواله ویلي چې د افغانستان ویناوال به غلام محمد اسحاقزی وي.

اسحاقزی د محمد اشرف غني په مشرۍ د پخواني دولت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و.

اسحاقزی داسې مهال ملګرو ملتونو ته وینا کوي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او دوی شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې خپل حکومت هم اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم‌ مهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې سازمان ته په یوه لېک کې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ.

ملګرو ملتونو د طالبانو د دې لیک د هو یا نه ښکاره ځواب ورنه‌کړ، خو و یې ویل د سازمان مشرتابه دا لېک ارزوي.

سهیل شاهین بیا د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړې اعتراض کړی چې دوی ته‌ یې عمومي اسامبله کې د خبرو فرصت نه‌ دی ورکړی.

هغه پرون ازادي راډیو ته وویل، دا د دوی حق دی چې ملګري ملتونه ‌یې په رسمیت وپېژني.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "موږ ولسي ملاتړ لرو، دا وړتیا لرو چې له هېواد او خپلو خلکو دفاع وکړو، د ملګرو ملتونو د کړنلارو له مخې دا زموږ حق دی چې د دې سازمان له‌خوا په رسمیت وپېژندل شو."

سهیل شاهین بیا د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړې اعتراض کړی چې دوی ته‌ یې عمومي اسامبله کې د خبرو فرصت نه‌ دی ورکړی.
سهیل شاهین بیا د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړې اعتراض کړی چې دوی ته‌ یې عمومي اسامبله کې د خبرو فرصت نه‌ دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو ویاند بیا ویلي، غلام محمد اسحاقزي د طالبانو له راتګه مخکې دوی ته عمومي اسامبله کې د افغان ګډونوالو نومونه لېږلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان د استازي د وینا نوبت داسې مهال رارسېږي چې دې او نورو نړیوالو سازمانونو دغه هېواد کې په زیاتېدونکې بې‌وزلۍ وار له مخه اندېښنې ښودلې دي.

د افغانانو هیله دا ده چې نړیوال باید بشري مرستې سیاسي نه‌کړي او هر څومره ژر چې کېږي د دوی لاسنیوي ته دې ورودانګي.

XS
SM
MD
LG