د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب د غلام محمد اسحاق‌زي وینا ته د طالبانو غبرګون


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې یوازې د دوی له‌خوا معرفي شوی کس د دوی او د افغانانو استازولي کولای شي.

په داسې حال کې چې نن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په دغه سازمان کې د افغانستان په استازيتوب له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس محمد اشرف غني استازی غلا محمد اسحاق‌زی وینا کوي، طالبانو دې کار ته غبرګون ښودلی وايي، یوازې هغه کس د افغانستان او طالبانو په استازيتوب دې اسامبلۍ ته وینا کولای شي چې د دوی له‌خوا معرفي شوی وي.

د طالبانو د رسنیو دفتر یو غړي بلال کریمي نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، نړۍ باید طالبان او د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "زموږ استازولي یوازې هغه څوک کولای شي چې د اسلامي امارت له‌خوا معرفي شوی وي، تاسو ګورئ چې په ټول افغانستان اسلامي امارت واکمن دی او امنیت راغلی، له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره مسؤلانه برخورد وکړي او هغه حقوق چې په نورو سازمانانونو کې دي هغه دې افغانانو ته ورکړي."

د طالبانو له لوري ملګرو ملتونو ته معرفي شوی استازی سهیل شاهین
د طالبانو له لوري ملګرو ملتونو ته معرفي شوی استازی سهیل شاهین

ښاغلی کریمي وايي، اوس په افغانستان کې طالبان واکمن دي او نړۍ باید هر څه د نړیوالو اصولو له مخې ترسره کړي.

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښیي چې ټاکل شوې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب غلام محمد اسحاق‌زی خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې نن ماسپښین د امریکا په وخت به د ځینو نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان دغه استازی عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم‌‌مهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې سازمان ته په یوه لیک کې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړی.

ملګرو ملتونو د طالبانو د دې لیک د هو یا نه ښکاره ځواب نه‌دی ورکړی، خو و یلي و چې د سازمان مشرتابه دا لیک ارزوي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو ځیني پوهان په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان نامعلوم برخلیک په دې مهمو غونډو کې د فشار په معنی بولي.

د نړیوالو چارو پوه محب شریف وايي: "زه فکر کوم چې نه تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په رسمیت پېژندل شوی او نه هم هغه استازی چې دوی معرفي کړی و، دې ټولو ته په کتو سره نړیوالو وغوښتل په دغه ډول کار سره په طالبانو او د دوی په حکومت یو ډول فشار راوړي او د پخواني حکومت کس ته وار ورکړي."

په ملګرو ملتونو کې د اشرف غني په مشرۍ د مخکېني حکومت استازی غلام محمد اسحاق‌زی
په ملګرو ملتونو کې د اشرف غني په مشرۍ د مخکېني حکومت استازی غلام محمد اسحاق‌زی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان د استازي د وینا نوبت داسې مهال رارسېږي چې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو دغه هېواد کې په زیاتېدونکې بې‌وزلۍ وار له مخه اندېښنې ښودلې دي.

د افغانانو هیله بیا دا ده چې نړیوال باید بشري مرستې سیاسي نه‌کړي او هر څومره ژر چې کېږي د دوی لاسنیوي ته دې ورودانګي.

XS
SM
MD
LG