د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د ملګرو ملتونو د باورلیک ترلاسه کولو لپاره له روسیې د طالبانو تمه


د ملګرو ملتونو عمومي غونډه
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه

د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین وایي، که ده ته په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب اجازه وشي دا به د سیمې هېوادونو او نړیوالو لپاره د سولې او امن په ګټه وي.

ښاغلي شاهین ازادي راډیو سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ملګرو ملتونو په سازمان کې د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط پوره کړي او دغه سازمان دې دا څوکۍ ورکړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه: "موږ ټول هغه شرایط پوره کړي چې د یوه لپاره اړین دي چې له مخې ملګرو ملتونو کې څوکۍ تر لاسه کړي، موږ پر هېواد حاکمیت لرو، د ولس ملاتړ لرو، دا توان لرو چې خپل هېواد او ولس نه دفاع وکړو نو دا ټول هغه شرایط دي چې د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره اړین موږ ټوله هغه پوره کړي دي."

د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین
د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین

ښاغلی شاهین ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان کې یې د افغانستان د استازولۍ لپاره د څوکۍ د تر لاسه کولو په هدف ټولو هغو هېوادونو سره چې د دوی له سیاسي دفتر سره په اړیکو کې دي خبرې اترې کړي او د ده د ملاتړ لپاره مثبت ځواب ورته ورکړی دی.

وړاندې سهیل شاهین له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې له افغانستانه بهر ټولو افغان ډپلوماتانو ته د دوی د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی، خو په خبره یې په دې شرط چې د طالبانو حکومت ته کار وکړي، هغه څه چې نوموړي ازادي راډیو سره هم په مرکه کې پرې ټینګار وکړ.

ښاغلي شاهین ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، دی که افغان ډپلوماټان له قواعدو سرغړونه وکړي نو دا به د دوی ملامتیا وه.

ښاغلي شاهین داسې مهال د ملګرو ملتونو لپاره د استازولۍ پر اجازه ورکولو ټینګار کوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ تشه ده.

بل خوا د طالبانو د حکومت نور چارواکي په دې هدف دوحې ته تللي چې د امریکایي، اروپایي او نورو هېوادونو د استازو نظر او ملاتړ د دوی د حکومت په لور ورمات کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی دوحې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټام وېسټ تر څنګ د اروپایي هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې په دې لیدو کتو کې به پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي په ځانګړي توګه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه.

نعیم وايي: "د دوحې د توافقنامې په اړه چې کوم ټکي یې پاتې راغلي دي د هغو مسایلو د التزام او هغه موارد یې چې تراوسه نه دي پلي شوي، په هغه د عمل کولو همدارنګه په سیاسي ، اقتصادي او بشري مرستو په ځانګړي توګه د افغان ولس د کنګل شوېو پیسو د خلاصون په اړه به خبرې وشي همدارنګه پر دوه اړخیزو اړیکو به بحث کېږي."

ښاغلی محمد نعیم وایي، په دې خبرو کې به قطري چارواکي هم ګډون ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې ده چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی ټام وېسټ به راتلونکې اوونۍ دوحه کې له طالبانو سره ګوري.

یاد وزارت د دې کتنې د اجنډا مهم ټکي یاد کړي، خو د افغانستان کنګل شوېو شتمنیو د ازادولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي، د طالبانو په دې پلاوي کې د معارف، عامې روغتیا، مالیې، امنیتي وزارتونو او د افغانستان بانک چارواکي او استازي شامل دي.

طالبانو داسې مهال له نړیوالو سره د خبرو اترو بهیر او دوی ته د ملګرو ملتونو په سازمان کې د استازیتوب د اجازې غوښتونکي دي چې لاهم د دوی حکومت تراوسه د نړیوالو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، هغه څه چې طالب چارواکو په همدې هدف د سیمې او نړۍ هېوادونو نه په وار- وار غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG