د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ملګري ملتونه: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نه‌شي راتلونکې مياشت کې له افغانستان وځو


د يوناما لوګو
د يوناما لوګو

ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېسته استثنا کړي.

نوموړي ویلي، دا به عادلانه وي چې دوی په افغانستان کې خپل فعالیت و دروي، خو په خبره یې بشري حقونو باندې معامله نه‌شي کولای.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي شټاینر د خبرداري په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې چې دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه‌دی جوړ کړی او په خبره یې له کاره د ښځو راګرځول، (یوه کورنۍ ارزشي موضوع) ده.

له کله چې طالبانو د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه همکارانو بندیر لګولی، د ملګرو ملتونو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه کارکونکي په کور ناست دي او دندو ته نه‌ځي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، د مې میاشتې تر پنځمې په افغانستان کې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي.

ملګري ملتونه د خپل فعالیت د بندېدو خبرداری داسې مهال ورکوي چې د راپورنو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاته کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG