د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: طالبان دې د فعالانو له نیولو لاس واخلي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د تېر جمهوری نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو حکومت منحل اعلان کړی او اوس له افغانستانه بهر فعالیت لري، د نرګس سادات او زکریا اصولي د خوشې کېدو هر کلی کړی او د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

دې کمېسیون د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ښوونیز او فرهنګي فعال محمد کاظم امیني د نیول کېدو په تړاو له طالبانو غوښتي چې په غیرقانوني توګه د فرهنګیانو، مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالانو له نیولو لاس واخلي.

یا د کمېسیون د نرګس سادات او زکریا اصولي د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ د کاظم امیني، مرتضی بهبودي، مطیع الله ویسا، موسی شاهین، سبحان الله سبحاني، سید محمد حسیني، رسول پارسي او نورو مدني او فرهنګي فعالانو چې اوس هم د طالبانو په بند کې دي، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

کمېسیون له ټولو ملي او نړیوالو سازمانونو څخه چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت لري غوښتي چې د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په برخه کې دې لا اغېزمن ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې بې د پولې خبریالان سازمان او د د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د مرتضی بهبودي مېرمن الکساندر مستواجا ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل: "درې میاشتې کېږي چې زه نه یم توانېدلې مېړه مې مرتضی بهبودي ووینم، زه د هغه رواني او فزیکي وضعیت ته اندېښمنه یم. زما خوب او ارام نه شته. مرتضی یو بامسوولیته ژورنالیست دی او هغه مینه یې چې له هېواد سره درلوده، له وضعیت یې د راپور د جوړولو لپاره یې کار کاوه، خو اوس زندان کې بندي دی. د روژې میاشت د برکت او د رحمت میاشت ده او زه له چارواکو غواړم چې هغه دې ژر خوشې کړي، ځکه هغه کوم غلط کار نه دی کړی. زه له خلکو غواړم چې د هغه د خوشې کېدو لپاره دې هڅې وکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان هم د سې شنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د طالبانو د استخباراتو له خوا په خپلسري ډول نیول شوی دی.

مطیع الله ویسا
مطیع الله ویسا

د بخښنې نړیوال سازمان د ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د اعلامیې او د مرتضی بهبودي د مېرمن د غوښتنې په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د طالبانو د حکومت له بند څخه د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات او د لیکوال او د پوهنتون د استاد زکریا اصولي د خلاصون هرکلی وکړ او د نورو فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې هم وکړه.

یوناما دا هم ویلي چې د یو شمېر نورو مدني فعالانو او د بشري حقونو د ملاتړو د نه خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ راهیسې د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي، ښځینه فعالانې، خبریالان او د پوهنتون استادان د طالبانو پر حکومت د نیوکو او یا د طالبانو د کړنو پر ضد د اعتراضونو له امله نیول شوي چې یو شمېر یې بېرته خوشې شوي او ځینې یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG