د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ريچارډ بېنيټ: له طالبانو د مدني فعالانو د بې‌قيده او شرطه د امنيت ډاډ غواړو


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنیټ وايي، له طالبانو د مدني فعالانو د بې‌قید او شرطه خلاصون او د هغوی د امنیت او هوساینې په برخه کې ډاډ غواړي.

د نرګس سادات یو خپلوان، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، نرګس سادات شاوخوا ۱۴ ورځې وړاندې د کابل په پل سرخ سیمه کې د طالبانو له‌خوا نیول شوې.

نوموړی د نرګس سادات د نیول کېدو په اړه وايي: "د هغې د نیولو علت دا دی، چې د معترضو ښځو په ګروپ کې وه، په موبایل کې یې د ښځو د اعتراضونو ویډیوګانې وې، اوس هم د طالبانو په بند کې ده. زموږ غوښتنه د اروپایې ټولنې او یوناما څخه دا ده چې، د نرګس سادات او نورو مدني فعالانو د خوشې کېدو هڅه وکړي."

هغه وويل، له ډېرو هڅو سره سره د مېرمن سادات په ليدو نه‌دى بريالى شوى، خو د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، هغه د طالبانو حکومت د ملي امنيت په څلوېښتم رياست کې ساتل کېږي.

طالبانو تر دې دمه لسګونه معترضې مېرمنې نيولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو تر دې دمه لسګونه معترضې مېرمنې نيولي دي، انځور - ارشيف

بل‌خوا د پنجشېر د سیمه‌ییز سندرغاړي موسى شاهين، ورور عبدالوهاب عاصم وايي، چې هغه نږدې يوه مياشت وړاندې د کابل خیرخانې کوتل سر کې له خپل کور څخه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نيول شوى دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو د هغه ورور د نیولو پر مهال له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

سپین ږیري مو راغونډ کړل چې ولاړ شي طالبانو ته او منځګړیتوب وکړي

نوموړی وايي: "موږ یو پیغام تر لاسه کړ، چې شاهین د طالبانو استخباراتو سره په پنجشېر ولایت کې دی، ډېرې هڅې مو وکړې، سپین ږیري مو راغونډ کړل چې ولاړ شي طالبانو ته او منځګړیتوب وکړي، خو طالبانو ونه‌منله او ویې ویل، شاهین فساد خپروي، ځکه د سندرو ویل په اسلامي امارت کې مطلق حرام دي، وروسته له ٢٥ شپو، شاهین یې بېرته د ملي امنیت ٤٠ ریاست ته ولېږداوه، موږ ونه‌شو کولای شاهین له نږدې وګورو، ټول ډېر اندېښمن یو."

د موسى شاهين ورور ادعا کوي، چې شاهین څه موده وړاندې چې د امنيتي ستونزو له امله یې غوښتل له افغانستانه ایران ته ولاړ شي، د اسلام قلعې په پوله کې د طالبانو له‌خوا ونيول شو او له وهلو او شکنجو وروسته بېرته خوشې شو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له‌خوا د بندیانو د بې‌قید او شرطه خوشې کېدو او د هغوی د امنیت او هوساینې د تضمین غوښتنه کړې ده.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

نوموړي د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د نرګس سادات، زکریا اصولي، اسماعیل مشعل او د نورو مدني فعالانو په ګډون، د خپل‌سري نیولو پر دوام اندېښمن دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د دغو کسانو نیول د دوی د مدني او رسنیزو فعالیتونو له امله نه، بلکې د نظام د تخریب له امله دي.

"د دوی نیول د قانوني سرغړونو پر بنسټ ترسره شوي

نوموړي وويل: "د دوی نیول د قانوني سرغړونو پر بنسټ ترسره شوي او دوی تر څېړنې لاندې دي، هيڅوک له قانون څخه پورته نه‌دي، د ځینو کسانو فعالیت او یا هم رسنیز موضوعات له دوی سره هېڅ تړاو نه درلود، دوی د رژیم ضد کړنو کې لاس درلود او اوس‌مهال په بند کې دي."

نوموړي د نيول شويو مدني او رسنيزو فعالانو د کره شمېرو په اړه معلومات ورنه‌کړل.

خو د راپورونو له‌مخې، د نرګس سادات، زکریا اصولي، اسماعیل مشعل او موسی شاهین په ګډون شاوخوا لس مدني، رسنیز او د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو له لوري بندیان دي.

تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې، په افغانستان کې انتقامي وژنې او له قضا پرته اعدامونه، لا هم دوام لري.

دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي، لسګونه کسان لادرکه دي او د هغوی ځای لا هم معلوم نه‌دی.

خو ذبیح‌الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان دا ادعا رد کړې ده.

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم راپور ورکړی و چې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې، طالبانو د پخواني حکومت د ۱۶۰ کسانو د غیر قانوني وژنو مسوول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG