د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ویسا لا هم په بند کې دی؛ ټاکل شوې وه چې جینیوا کې یوې ناستې ته وينا وکړي


مطیع الله ویسا د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د افغان ماشومانو د زده کړو لپاره مبارزه کوله چې طالبانو د مارچ په ۲۷مه کابل کې له خپله کوره نیولی دی.
مطیع الله ویسا د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د افغان ماشومانو د زده کړو لپاره مبارزه کوله چې طالبانو د مارچ په ۲۷مه کابل کې له خپله کوره نیولی دی.

د بشري حقونو يو شمېر مدافعان او فعالان وايي، ټاکل شوې وه چې د قلم لار بنسټ مشر مطيع الله ويسا د پنجشنبې په ورځ په جينيوا کې يوې غونډې ته وينا وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، ټاکل شوې وه ویسا د افغان نجونو د زده کړو په اړه یوې غونډې ته وینا وکړي.

خو حمیدي وویل، مطیع الله ویسا لا هم د طالبانو په بند کې دی او د نیونې په اړه یې هېڅ راز توجیه نه شته.

د هغې په باور له پوهنې سره د طالبانو چلند تاریخي جنایت دی چې باید له پامه ونه غورځول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ویسا نیونې ته ځواب ورکړي او پر ملګرو ملتونو یې نیوکه وکړه چې دغه سازمان په افغانستان کې په خپل حضور سره څه کار کړی؟

ځینې نورو فعالانو د مطیع الله ویسا د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه وښوده او په دې تړاو یې په ټویټر کې یو هشټګ خپور کړی دی.

د نجونو د زده کړو یوه مدافع پرستو حکیم په یوه ټویټ کې ویلي، ټاکل شوې وه مطیع الله ویسا د افغانستان د راتلونکي نسل د پوتانشیل څخه د پردې لرې کونې اړوند یوې غونډې ته وینا وکړي.

د نجونو د زده کړو یوې بلې فعالې مینې شریف د مطیع الله ویسا د خوشې کولو لپاره په یو هشتګ کې ویلي، په ټول افغانستان کې د ماشومانو ښوونکي تښتول شوي، نیول شوي او یا هم ربړول شوي دي.

ویسا د تېرې دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۷مه کابل کې له خپله کوره ونیول شو.

طالبانو ویلي، دوی حق لري چې د پوښتنو لپاره یو شمېر کسان ونیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، د مطیع الله ویسا فعالیتونه د دوی لپاره مشکوک وو نو ځکه یې د همدې موضوع د ځواب ورکولو په موخه یې نیولی دی.

د مطیع الله ویسا نیونې کورني او بهرنیو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

بېلابېل نړیوال بنسټونه د هغې له ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان، اروپايي ټولنې، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د مطیع الله ویسا د ژر خوشې کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغې غوښتنه له پامه غورځولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG