د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د طالبانو په بند کې د مطيع‌الله ويسا نامعلوم برخليک؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي


د زده‌کړو رضاکاره فعال مطيع‌الله ويسا، انځور - ارشيف
د زده‌کړو رضاکاره فعال مطيع‌الله ويسا، انځور - ارشيف

که څه هم د طالبانو حکومت د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا له بنده نه‌دى ازادى کړى، خو کورنۍ یې هیله‌منه ده، چې هغه ژر خوشې شي.

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا نن ازادي راډیو سره خبرو له طالب مشرانو د دې ستونزې د حل په برخه کې د همکارۍ او په ښه ډول د دې قضیې د پای غوښتنه وکړه.

هغه وویل، دوی خپل مثبت پیغام او تر څنګ یې د مطیع‌الله ویسا د نیولو په اړه د افغانانو غبرګون له چارواکو سره شریک کړی دی.

"تر اوسه پورې لا هغه په بند کې دی، خوشې شوی نه‌دی.
عطاالله ويسا

نوموړي وويل: "تر اوسه پورې لا هغه په بند کې دی، خوشې شوی نه‌دی. موږ کوښښ کوو او خپل مثبت پیغام مو ټولو ته رسولی دی او له هغوی مو هیله کړې چې دا قضیه په ښه ډول حل کړي. د ملت غبرګون مو هم ورسره شریک کړی او دوی هر څه درک کړي دي. زه هیله لرم چې مشران به په دې برخه کې خپل مشرتوب په ښه ډول ښکاره او دا قضیه به حل کړي."

مطیع‌الله ویسا د وري په ۷مه مازدیګر مهال د طالبانو استخباراتو د کابل په خوشحال خان سیمه کې هغه مهال ونیوه چې له جومات د راښکته کېدو په حال کې و.

په هماغه ورځ یې ورور محمدولي اخلاقي ازادي راډیو ته ویلي و، طالبانو هغه په ډېر بد چلند موټر ته پورته کړ او یو نا معلوم لوري ته یې یووړ.

د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو له بنده د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو په اړه د هغه د کورنۍ د غوښتنې په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.

خو وړاندې یې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې مطیع‌الله ویسا د دوی د حکومت له اجازې پرته غونډې کولې او عامه افکار یې مغشوشول.

خو د مطیع‌الله ویسا کورنۍ وايي، هغه ۱۴ کاله یوازې زده‌کړو ته د افغان ماشومانو د لاس‌رسي په اړه مبارزه کړې او بل هیڅ جرم نه‌لري.

د طالبانو له‌خوا د ویسا نیول کېدل ښيي چې دا ډله د زده‌کړو مخالف او ضد ده.
مونسه مبارز

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له بنده د ښاغلي ویسا د خوشې کېدو په اړه پراخ کمپاین پیل شوی دی.

په دې لړ کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسه مبارز په خپله ټویټرپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: "مطیع‌الله ویسا یو مدني فعال چې نږدې لس کاله یې کلي په کلي د نجونو د زده‌کړو لپاره عدالت غوښتنه کړې. د طالبانو له‌خوا د ویسا نیول کېدل ښيي چې دا ډله د زده‌کړو مخالف او ضد ده. د معترضو ښځو ایتلاف بې له قید وشرطه او هر څه ژر د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کوي."

د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز
د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز

ګڼ شمېر نورو فعالانو هم د طالبانو له بنده د مطیع‌‌الله ویسا د خلاصون غوښتنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې، د خپل‌سرو نېونو او هغو کړنو چې د ملت له ګټو سره تضاد کې وي، لاس واخلي.

طالبانو له دې وړاندې هم یو شمېر فعالان او ښځینه معترضې چې د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه یې غږ پورته کړی او یا یې هم د طالبانو په ځینو سیاستونو نیوکه کړې، زنداني کړي دي.

له دوی یو شمېر يې د طالبانو له زندانه د خلاصون وروسته ویلي، شکنجه شوي او نا مناسب چلند ور سره شوی دی، خو طالبانو یې ادعاوې رد کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG