د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

عطاالله ویسا: طالبانو د 'مطیع الله ویسا' موبایل، کمپیوټر او اسناد وړي


 مطیع الله ویسا
مطیع الله ویسا

د طالبانو حکومت د مطیع الله ویسا له نیولو وروسته د هغه په کور هم چاپه واچوله، چې د ورور په وینا یې د ویسا موبایل او کمپیوټر یې له ځان سره یوړل.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا وايي، د ورور له نیولو وروسته یې طالبانو د دوى پر کور چاپه واچوله او د مطیع الله ویسا کمپیوټر، موبایل او ځینې نور شخصي اسناد يې له ځان سره یوړل.

نوموړی د طالبانو دا عمل د ټولو ارزښتونه خلاف بولي چې شخصي حریم ته یې داخل شوي او د ورور شخصي وسایل یې له ځان سره وړي دي.

هغه زياتوي: "دا د اسلام او ټولو ارزښتونو خلاف کار دی چې دوی د یو چا کور ته ننوځي، موبایل یې وړي او ماشومان ته سپکې سپورې وايي."

طالبانو تر اوسه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې یې د مطیع الله ویسا له نیولو وروسته د هغه د موبایل، کمپیوټر او شخصي اسنادو د لاسته راوړلو په خاطر په کور چاپه اچولې.

يو مدني فعال چې د طالبانو په زندان کې یې درې میاشتې تېرې کړي او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، له نیولو وروسته یې طالبان د موبایل په ګالري او چټونو کې ګرځېدل او دی یې چې د حکومت خلاف د پارونکو خبرو په تور نیولی و، وروسته په څېړنو کې یوازې د هغو شخصي چټونو او عکسونو په اړه پوښته، چې د دوی لاس ته ورغلي وو.

دا وايي: "د طالبانو استخباراتي ډله د بندیانو د فزیکي شکنجو ترڅنګ هغوی رواني شکنجه کوي، د بندیانو شخصي حریم ته داخلېږي او هلته ځینې داسې مواد لکه کورني عکسونه، شخصي چټونه او ځینې نور مواد چې موجود وي، په هغې یې ګواښي او د بدنامولو په خاطر یې له رسنیزو ادرسونو سره شریکوي. د دغسې موادو په بدل کې ځینې ژمنې هم اخلي چې که تاسې بیا داسې فعالېت وکړ، موږ دا خپروو."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټوله کې دا ادعاوې ردوي چې ګنې دوی د خلکو په ځانګړې توګه د زندانیانو شخصي حریم ته داخلېږي، خو وايي د اړتیا په صورت کې دا کار کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وويل: "دا تورونه سم نه دي، خو د ځینو خلکو په اړه چې څېړنو ته اړتیا وي، د باصلاحیته ادارو په امر به یې موبایلونه او کمپیوټر کتل شوي وي، خو دا عام نه دي او هر څوک یې نه شي کولای."

د پوهنتون استاد او په تېر جمهوري حکومت کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د اړتیا په صورت کې اجازه شته چې پولیس یا هم قاضي او څارنوال د یو چا شخصي حریم ته داخل شي، خو د نوموړي په وینا دا کار یو لړ قانوني مراحل لري او هر څوک یې په اسانه نه شي کولای.

جمشېد رسولي
جمشېد رسولي

رسولي وويل: "په ډېرو ځانګړو مواردو کې امکان لري، خو که قانوني سلسله مراتب او ترتیبات مراعت نه شي، هېڅوک نه شي کولای د چا په خصوصي حریم کې مداخله وکړي، خو موږ متاسفانه په ځلونو د داسې کړنو شاهد یو، نو ویلی شو چې یو ډول انارشېزم او استبداد شته چې حاکمه ډله هر څه وغواړي، هماغسې کوي."

حقوقپوه سبحان مصباح وايي، دا چې په افغانستان کې اساسي قانون لغوه شوی او نور قوانین هم نه عملي کېږي، له همدې امله د نوموړي په وینا هره حکومتي اداره او مامور په خپل تعبیر له خلکو سره چلند کوي او په هغو مواردو کې هم ځان ته د مداخلې حق ورکوي چې د یو کس د ډېر شخصي ژوند په دایره کې راځي.

حقوقپوه سبحان مصباح
حقوقپوه سبحان مصباح

مصباح د دې او ځینو نورو ستونزو د حل لپاره د یوه اساسي قانون د رامنځته کېدو غوښتنه کوي چې دا قانون بیا د حکومت او رعیت اړیکې او تعامل تعریف کړي.

هغه زياته کړه: "په خواشينۍ سره چې په افغانستان کې اوس اساسي قانون نه شته او عدالت هم نه تامینېږي، د قواوو د تفکیک اصل نه مراعاتېږي، نو ځکه د وګړو د حقونو د نقض مسایل ډېر دي. د حل لاره دا ده چې دوی اساسي قانون ته غاړه کېږدي، شفافیت او مشروعېت رامنځته کړي چې دا ستونزې حل او تضمینونه رامنځته شي او بیا دا ډول تېروتنې تکرار نه شي."

طالبانو له واکمنېدو مخکې هم په هغو سیمو کې د خلکو موبایلونه او په کې چټونه او عکسونه کتل چې دوی په کې واکمن وو او له دې لارې یې د هغو کسانو د پیدا کولو هڅه کوله چې له حکومتي ادارو او بهرنیو موسسو سره یې کار کاوه او د دوى له واکمنېدو وروسته هم ګڼو خلکو ادعاوې کړي چې په چېک پواینټونو کې یا هم له زنداني کېدو وروسته موبایلونه ترې اخیستل شوي او کتل شوي، خو طالبان بیا دا ادعاوې نه تاييدوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG