د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

په کور پاتې کېدل او جبري بې کاري؛ ځینې افغان مېرمنې خامک ګنډلو ته اړې شوي


ارشیف: یوه مېرمن له خپلو لورګانو سره خامکدوزي کوي
ارشیف: یوه مېرمن له خپلو لورګانو سره خامکدوزي کوي

په کور کې پاتې کېدل او جبري بې کارۍ ځينې ښځې او نجونې خامک ګنډلو ته اړې کړي دي.

یوه افغانه مېرمن د خامک ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي.

پروین وايي، د طالبانو په لومړنۍ دوره کې هم نجونې له زده کړو او کار منع شوې وې او دې له ناچارۍ د کور چلولو لپاره خامک ګنډلو ته مخه کړه.

خو د هغې په خبره، په تېر جمهوري نظام کې یې بیا په ښار جوړونې وزارت کې د کار او معلمي دندې درلودې.

د کابل ښار دا اوسېدونکې وايي، نه شي کولای له دې لارې په تر لاسه کړې ګټه وټه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي.

یوه افغانه مېرمن د خامکدوزۍ پر مهال
یوه افغانه مېرمن د خامکدوزۍ پر مهال

هغې زیاته کړه: "که د جمهوریت دورې سره یې پرتله کړو، هېڅ عاید نه شته. د بېلګې په توګه موږ د ښار جوړونې په وزارت کې ښه عاید درلود، چېرې چې موږ درس ورکاوه، لس زره افغانۍ میاشتنی معاش و، په وزارت کې مو معاش تر څوارلس زرو پورې و، ژوند مې ښه روان و، خو لکه څنګه چې ما وویل، اوس مو دا کار له مجبوریته دی، د ۱۵ نه تر ۱۶ سوو زیاتې نه شو ګټلی، هغه هم چې دېر زحمت وباسې او ګڼدنه وکړې."

کوم چا چې پروین او یو شمېر نورو ښځو ته د خامک ګنډنې د کار زمینه برابره کړې ده هم یوه ښځه او په تېر جمهوري نظام کې ښوونکې وه.

دا مېرمن ليلا نومېږي او په یو منځني ښوونځي کې نجونو زده کوونکو ته درس ورکاوه.

نوموړې وايي، له کله چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر زده کړو بنديز ولګوو وزګاره شوه.

په افغانستان کې د ښځینه خیاطۍ یوه کارخونه
په افغانستان کې د ښځینه خیاطۍ یوه کارخونه

لیلا وویل، بیا یې د جامو یو پلورنځی جوړ کړ او په دې سره یې اوس په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونو ښځو او نجونو ته د خامک ګنډنې زمینه برابره کړې ده.

لیلا ازادي راډيو ته وویل: "دا چې اوس د خامک ګنډنې بازار ګرم دی لامل یې په دولتي ادارو کې د ښځو وزګارېدل او د هغه نجونو وزګاره کېدل دي چې مخکې بوختې وي. په وزګارو شویو کې ډېری د خامک ګنډنې سره بلد و او همدا لامل دی چې ډېرو ښځو او نجونو دې برخې ته مخه کړې."

لیلا زیاتوي، نن سبا ډېرې نجونې او ښځې غواړي چې کار وکړي، ځکه په خبره یې د ډېر کورنیو نارینه هم وزګار شوي دي.

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیاځلې واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې، پوهنتونونو ته له تګ یې هم منع کړي او دغه شان یې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د دوی په کار بندیز ولګاوه.

په تر ټولو تازه مورد کې د روانې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یوناما په دفتر کې هم د ښځو د کار کولو مخه ونیوله.

XS
SM
MD
LG