افغانستان
ننګرهار: سلګونه ښځينه سوداګرو خپل فعاليتونه درولي

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو بندېدو اندېښمن کړي دي.
د دې خونې ویاند شکرالله ساپي نن ازادي راډيو ته ویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته تر اوسه په سلګونو ښځو چې د تولیداتو او سوداګرۍ په بېلابیلو برخو کې یې په ننګرهار کې فعالېت کاوه، کارونه یې درېدلي دي.
ښاغلی ساپی وايي، دې ښځو د لاسي صنایعو، غالیو، لبنیاتو، مربا او خیاطي په برخو کې په کار مصروفې وې چې تولیدات یې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
ښاغلي ساپی د ښځینه سوداګرو د فعالېتونو د درېدلو عوامل اقتصادي ستونزې، د بازار نه موجودېت او د حکومتي ادارو نه ملاتړ یادوي.
دغه راز نوموړی وايي، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې څو ځله د سوداګرو ښځو ستونزې د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي خو د ستونزو د حل له ژمنو سره هم دا ستونزې پر خپل ځای دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ سریلانکا د راتلونکي میلادي کال په سر کې له افغانستان سره سیالۍ لري

د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې نن د نومبر په ۲۹مه نېټه د خپل راتلونکي کال لوبیز پلان رسنیز کړ.
په یاد پلان کې ویل شوي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ به سریلانکا د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې له افغان لوبډلې سره درې لوبلړۍ ولوبوي.
که څه هم د یادو سیالیو دقیقې نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې په دې لوبلړیو کې به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملې وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو یادې سیالۍ به د سریلانکا په کوربتوب ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې له امله د کرکټ نړیوالې شورا روانه میاشت د سریلانکا کرکټ بورډ غړیتوب ځنډولی و.
ډبلیو ایف پي: د اقلیم د بدلون بحران د افغانستان میلیونونه کورنۍ ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، د اقلیم د بدلون بحران په افغانستان کې په میلیونونه کورنۍ ګواښي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د اقلیم د بدلون بحران لیرې نه دی بلکه همدا اوس په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو لپاره په رښتینې ګواښ بدل شوی.
دې پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي ټولنې د زیانونو له خطرسره مخ کړي او لوږه زیاته شوې.
یاد پروګرام د اقلیم د بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې د دې یادونه کړې چې دا مهمه ده چې نړۍ د اقلیم د بدلون د ټکانونو پر وړاندې د دغو کورنیو د مقاومت وړتیاوې زیاتې کړي.
ټاکل شوې چې د اقلیم د بدلون کنفرانس سبا د نومبر په ۳۰ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانیستل شي چې د ډسمبر تر دولسمې پورې په دوام وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په تېره لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.
د پاملرنې نړیوالې موسسې د سنبلې په میاشت کې د یوې سروې نتیجې خپرې کړې او ویلي وو چې د افغانستان د ۷۸ سلنه وګړو میاشتنی عاید کم شوی چې یو لامل یې هم په دې هېواد کې پرله پسې وچکالۍ ښودل شوې وې.
اوچا: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د هرات له ۲۷۵ زره زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ټولټال ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یوازې ۲۷ نیم میلیون ډالره ترلاسه شوي دي.
اوچا نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له شوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د شپږو اوونیو په تېرېدو سره بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغیزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.
خو اوچا ویلي چې د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره په بودیجه کې زښت زیات کمی دی او نورو سرچینو ته بېړنۍ اړتیا ده.
په تورخم کې له پاکستانه ایستل شویو افغان ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د تورخم په سرحدي سیمه کې یې له پاکستانه ایستل شویو د افغان کډوالو ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ کړي دي.
یونېسف د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وویل چې دا خوندي ځایونه ۲۴ساعته خلاص وي چې له پاکستان څخه ایستل شويو ماشومانو ته رواني ټولنیز ملاتړ او تفریحي فعالیتونه وړاندې کوي تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
یونېسف د دغو ماشومانو د شمېر او د رامنځته شویو خوندي ځایونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې د نومبر په لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه چې د راپورونو له مخې یو شمېر افغان ماشومان هم له خپلو کورنیو جلا او له سرپرست پرته افغانستان ته شړل شوي دي.
په څه باندې څلورو لکو افغانانو کې چې له پاکستانه د نومبر له لومړۍ ایستل شوي د راپورونو په اساس شاوخوا ۶۰ فیصده یې ماشومان جوړوي.
برادر د آمو دریا د نفتو په ساحه کې د تېلو د استخراج ۸ نوې څاګانې پرانیستې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د آمو دریا د نفتو په ساحه کې د تېلو د استخراج ۸ نوې څاګانې پرانیستې.
د طالبانو حکومت د یوې ویډیو په خپرولو سره د ملا برادر په حواله ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو به په افغانستان کې یو لوی روغتون، یو معیاري سړک او د اوبو بند جوړ شي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې د تېلو د نویو څاګانو د پرانیستلو اعلان کړی چې د راپورونو له مخې د تړونونو په لاسلیکولو کې لازم شفافیت نهشته او ویل کېږي چې د افغانستان کانونه هم په غیر مسلکي ډول استخراجېږي.
د ابوظبۍ لس اووریز کرکټ لیګ د ګڼو افغان لوبغاړو په حضور سره پیل شو

د ابوظبۍ لس اووریز کرکټ لیګ د سه شنبې په شپه د ګڼو افغان لوبغاړو په حضور سره پیل شو.
په لومړنۍ لوبه کې ډکن ټیم ۱۱۸ منډې وکړې او په ځواب کې یې نیویارک ټیم چې رحمن الله ګربز هم په کې لوبېده یواځې ۹۶ منډې وکړای شوې.
ګربز هېڅ منډه ونه کړای شوه.
په دویمه لوبه کې بیا نارټرن واریرز ټیم چې په کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي خپل سیال مات کړ.
دغه ټیم په لسو اورونو کې ۱۰۳ منډې وکړې.
حضرت الله ځاځي په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې وکړې.
د دې هدف د پوره کولو لپاره سمپ ارمي ټيم چې په کې څلور افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، قیس احمد او کریم جنت لوبېږي یواځې ۹۴ منډې وکړای شوې.
د ابوظبۍ کرکټ لس اوریز لیګ کې ګڼ افغان لوبغاړي اخیستل شوي او لوبې کوي.
اوچا: افغانستان کې سخت سږ کال د بشري مرستو ۶۵۹ پروګرامونه له ننګونو سره مخ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې د بشري مرستو د رسولو د عملیات له زیاتېدونکو ننګونو سره مخامخ شول.
دې ادارې په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله وېبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې د دې خنډونو کچه سږکال د تېرکال پرتله ۲۱ سلنه زیاته وه.
په راپور کې راغلي دي چې سږکال یې د مرستو د رسولو پر وړاندې د خنډونو ۹۹ موارد ثبت کړي دي.
دا اداره وايي د بشري مرستو رسوونکو ټولنو په روان کال کې د مرستو ۶۵۹ پروګرامونه د همدې خنډونو له وجې ځنډولي دي چې دا د تېرکال پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې یوازې په اکتوبر میاشت کې د اوچا د همکارو ټولنو ۲۵ کارکوونکي نیول شوي دي.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د جرمني د GIZ موسسې ۴ کارکوونکي هم نیولي دي.
د دې راپور په اړه د طالبانو حکومت تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو حکومت: پاکستان پرون نږدې ۲ زره افغانان واېستل

د طالبانو حکومت وایي، پرون د افغان کډوالو ۳۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۴۹ ته رسیږي، افغانستان ته را استول شوي دي.
د طالبانو د حکومت له خوا نن رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه افغانان د تورخم، سپین بولدک او ډنډ پټان ولسوالۍ له لارو هېواد ته رااستول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کډوال د موظفو کمیټو له خوا ثبت شوي او اکثره یې خپلو ولایتونو ته انتقال شوي دي.
پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه افغانانو چې دوی یې بې اسناده کډوال بولي، د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
که څه هم بېلابېلو بشري سازمانونو او د افغانستان واکمنانو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د کډوالو د اېستلو لړۍ و دروي، خو د پاکستان چارواکو ویلي، تر یوې میاشتې پورې به د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ بشپړه کړي.
د ازادۍ جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۷ طالبان وژلي

د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو د حکومت مخالفه ډله ادعا کوي چې تېر ماښام یې په کابل کې په دوو حملو کې ۷ طالبان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دې جبهې پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) په دوو جلا بیانونو ویلي دي چې لومړۍ حمله یې د ښار په نهمه ناحیه کې د هوايي ډګر پر واټ د طالبانو پره یوه پوسته وکړه چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړې ډله په خپل دویم بیان کې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په اړونده سلیم کاروان څلور لاره کې د طالبانو د تلاشۍ پر پوسته د وسله وال برید ادعا کوي او وايي چې هلته یې څلور طالبان وژلي او یوبل یې ټپي کړی دی.
خپلواکو سرچینو دا ادعاوې نه دی تایید کړی او طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو پر بدیلو کښتونو بحث په کار دی

د مخدرو موادو او جرایمو پرضد د مبارزې لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه نورو بحثونو ته اړتیا ده.
UNODCپرون پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خبر ورکړی چې د کروندګرو لپاره د کوکنارو پرځای د ډاډمن بدیل کښت په اړه د بحث لپاره یې په کابل کې د کارپوهانو یوه ډله رابللې، څو د هغو کروندګرو ستونزې ته یوه حللاره ومومي چې د کوکنارو پرکښت متکي دي.
UNODCد دې بحثونو د نتایجو یادونه ده کړې، خو ویلي یې دي چې په دې اړه نورو بحثونو ته اړتیا شته.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې که څه هم د کوکنارو په کرنه کې د پام وړ کموالی راغلی، خو کروندګر او څارونکي وايي چې که د بدیل معیشت لپاره لارې چارې ونه لټول شي، نو ښايي خلک بیا د کوکنارو کرکیلې ته مخه کړي.