د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

خیاطي د ښځو لپاره کم مصرفه او ګټور کار!


د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې د لاسي صنایعو او خیاطۍ هغه مرکز ته ځو چې ګڼې ښځې په‌کې په کار بوختې دي او هڅه‌یې دا ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو لپاره د خیاطۍ دکانونه جوړ کړي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د اکثره کورنیو مشران ښځو ته د دې اجازه نه‌ورکوي چې نارینه خیاط ته ولاړې شي، له همدې کبله ښځینه خیاطانو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

د ښځو دغه کار خپله دوی او نورو ښځو ته څه ګټه رسولې ده؟

د افغان ښځو د سوداګریو خونې په دې برخه کې څه کړي دي؟

او که چېرې ښځې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د خیاطۍ دکانونه ولري، کومې ستونزې یې حل کېدلی شي؟

د دې پوښتنو د ځواب لپاره د نیمې نړۍ خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدای شئ.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:53 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: فرشته غني

XS
SM
MD
LG