د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

طالبانو پر هغو نارينه خياطانو د کار بنديز لګولی چې ښځينه جامې يې ګنډلې


ارشيف
ارشيف

افغانستان کې پر نارينه خياطانو د طالبانو محدوديت.

شاه زمان په افغانستان کې ښځینه جامې ګنډلې خو اوس د طالبانو له لوري پر ښځینه جامو د ګنډلو له بندیز وروسته څه موده مخکې يې، خپل هېواد پرېښو او له خپل یو شاګرد سره پاکستان ته کډوال شو.

نوموړی وايي، اوس کار نه‌لري خو هڅه کوي چې په یاد هېواد کې د خیاطۍ دوکان پرانیزي.

"په افغانستان کې طالبانو د ښځینه جامو ګنډونکو ته د کار اجازه نه ورکوله

نوموړی وايي: "په افغانستان کې طالبانو د ښځینه جامو ګنډونکو ته د کار اجازه نه ورکوله نو ځکه پاکستان ته کډوال شو تر څو همدلته یو دوکان خلاص کړو او خپل کار او روزګار شروع کړو."

د ښځينه جامو د ګنډلو یو بل ګنډونکی چې په کابل کې اوسیږي وايي، د طالبانو له لوري یې پر کارو بار بندیزونو دی له خپل کسب څخه یې زړه توری کړی او د ژوند تېرولو لپاره اړ دی چې له ستونزو سره مقابله وکړي، ځکه چې د طالبانو له بندیزونو کومه د تېښتې لاره نه‌لري.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

دا ګنډونکی وايي: "تنګ یو، خو څه وکړو بله لاره نه‌لرو، ستونزو ډېرې دي، امکانات نه‌لرو چې پاکستان ته لاړ شو، پاسپورت نه‌شته، ویزې بندې دي، مجبور یو همدې حالاتو سره مقابله وکړو."

"راته یې وویل چې کار کوئ، خو د قد او اندام اندازه به نه اخلئ

یو بل خیاط چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي وایي، نه یوازې چې طالبانو دوی د ښځینه جامو د اندازې له اخیستلو منع کړي، ان ښځینه‌و ته د نارینه خیاطانو دوکان ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکوي.

نوموړی وايي: "راته یې وویل چې کار کوئ، خو د قد او اندام اندازه به نه اخلئ او د دې ترڅنګ هغه عکسونه چې موږ لګولي وو لکه د ښځینه‌و عکسونه د هغوی مخونه یې تور کړل ویل يې دا به نه لګوئ، یا مخونه توروئ یا یې لیرې کړئ."

یو بل خیاط هم د خپل نوم له اخیستو پرته ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو موږ ته ویلي دي چې ښځینه ستاسې دوکان ته د داخلېدو حق نه‌لري او لباسونه یې باید نارینه د ګنډلو لپاره راوړي، د قد او اندام اندازه یې باید له پخوانیو جامو واخیستل شي."

طالبانو ويلي، د ښځو جامې دې ښځينه ګنډونکې وګنډي.
طالبانو ويلي، د ښځو جامې دې ښځينه ګنډونکې وګنډي.

په افغانستان کې د ښځینه جامو ګنډونکي خیاطان وایي، د طالبانو له لوري د دوی پر کارو بار بندیزونه او د ښځینه‌و کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې، د دوی عاید راکم او اوس چې د اختر شپې او ورځې دي، د تېرو کلونو په پرتله یې کار ډېر پیکه دی.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو ته اړوند د ریلیف ویب پاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، یو شمېر افغان خیاطان چې په افغانستان کې یې ښځینه جامې ګنډلې، د طالبانو د بندیزونو له امله پاکستان ته تښتېدلي.

یاد سازمان ویلي، هغه خیاطانو چې یوازې ښځینه جامې یې ګنډلې ډېره سخته اقتصادي ضربه لیدلې، ځکه د طالبانو بندیزونو دوی بې روزګاره کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG