ښځې
د افغانستان لپاره د جاپان سفير پر ښځينه کارکوونکو د بنديز ليرې کولو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
په کابل کې د جاپان سفارت بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، ښاغلي اوکادا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بدله کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې کتنې په اړه پرون پر ټویټر ولیکل، د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د نظر له توپیر سره سره له افغان چارواکو سره تعامل ته لېوال دی، خو د جاپان د سفیر په ټویټ کې دا خبره نهده یاده شوې او ویل شوي دي چې ښاغلي اوکادا د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیل پر غوښتنه ټینګار کړی.
طالبانو یوه اوونۍ مخکې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سهشنبې په ورځ وویل، له دې اعلان سره طالبانو په افغانستان کې د پاتې کېدو یا د خپلو اصولو د رعایت ترمنځ یوه انتخاب ته مجبور کړي دي.
د طالبانو حکومت پرون په یوه بیان کې وویل چې نهغواړي د م. م د فعالیت پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، خو زیاته یې کړه چې د دې سازمان ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د افغانستان د کورنیو ارزښتونو مسئله ده.
د طالبانو دا اعلان له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لیلا بسیم: طالبانو ژولیا پارسي ونیوله

ژولیا پارسي د افغانستان د ښځو د خودجوش تحریک جګپوړې غړې نن طالبانو په کابل کې نیولې ده.
د دې غورځنګ یوې غړې لیلا بسیم ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې د اغلې پارسي زوی هم طالبانو نیولی او کله چې یې په خپله ژولیا پارسي نیوله د هغې کور یې تالاشي کړی او یو شمېر اسناد یې هم ورسره وړې دي.
طالبانو تر اوسه د اغلې پارسي د نیولو په اړه څه نه دې ویلي.
څو ورځې مخکې د همدې خودجوش تحریک بله غړې ندا پرواني طالبانو نیولې وه چې لاهم د طالبانو په بند کې ده.
یونسکو: ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر ٦ میلیونه ډېر شوی

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره یا یونسکو وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته په نړۍ کې د هغو ماشومانو او زلمیانو په شمېر کې شپږ میلیون زیاتوالی راغلی چې له زده کړو پاتې دي.
د یونسکو له خوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې د دې شمېرو د زیاتېدو یو علت په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز او ترڅنګ یې په ټوله نړۍ کې د زده کړو د پرمختګ د بهیر پر وړاندې روان رکود دی.
د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منع شوي او د ۲۰۲۲ په ډسمبر میاشت کې پوهنتونونه هم د دوی پر مخ وتړل شول.
طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دی، خو د ښځو د ازادیو د محدودولو په برخه کې د دوی فرمانونو افغان مېرمنې، د ښځو فعالان او د بشري حقونو نړیوالې ادارې اندېښمنې کړي.
سپینه ماڼۍ: د طالبانو مشروعیت لپاره افغان ښځو ته د تعلیم ورکولو حق شرط دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وایي، د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره افغان نجونو او مېرمنو ته د تعلیم ورکولو حق شرط دی.
جان کربي پرون امریکا غږ ته وویل چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او که طالبان په رسمیت پېژندل غواړي باید خپلې ژمنې پر ځای کړي چې په دې ژمنو کې د نجونو او مېرمنو د زده کړو مسئله هم شامله ده.
طالبانو تر دوهم ځلي واک ته رسېدو مخکې ویلي وو چې افغان نجونو او مېرمنو ته به د شریعت له مخې ټول حقوق ورکوي، خو کله چې واکمنان شول، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل، بیا یې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د پوهنتون دروازې هم د نجونو په مخ وتړلې، همداراز یې په ګڼو موسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله.
د ملګرو ملتونو یو کمېشنر په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر بد وضعیت کې وبلل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر خراب وضعیت کې دي او د میلیونونو ښځو، نارینهوو، نجونو او هلکانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.
ټرک دغه څرګندونې نن په جینوا کې د بشري حقونو د شورا ۵۴مې غونډې ته په وینا کې وکړي او ویې ویل چې د لسیزو جګړو په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو سیستماتیک بریدونه کړي دي.
په غونډه کې له محاکمې پرته وژنې، شکنجه او ناوړه چلند، خپلسري نیول او د رسنیو محدودیت نورې سرغړونې وبلل شوې.
د ټرک په وینا، افغانستان په یوه جدي بشري او اقتصادي بحران کې هم ښکېل دی چې د نفوس دوه پر درېیمه برخه یې اوس مرستې ته اړتیا لري.
په جرمني کې د 'تمنا زریاب پریاني' اعتصاب دوام لري

نن د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني د خوراکي اعتصاب دولسمه ورځ ده.
تمنا زریاب پریاني چې د طالبانو له خوا په مظاهرو کې د ګډون په تور زنداني او د راپورونو په اساس شکنجه شوې وه، ټینګار لري چې له طالبانو سره مالي مرستې چې د دې په خبره د دغه جنسي اپارټایډ د رژيم د دوام یو اساسي عامل دی باید ژر تر ژره ودرول شي.
تمنا زریاب پریاني چې څو میاشتې مخکې له افغانستان راوتلې اوس یې په جرمني کې خوراکي اعتصاب کړی.
له اغلې پریاني سره پرون د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استازي ګیورک کلوسمان لیدلي او د راپورونو له مخې هغې ته یې ویلي چې کابل ته د بشري مرستو په اړه به د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړي.
د تمنا زریاب پریاني د لیدلو او د هغې د اعتصاب د ملاتړ لپاره پرون د تعلیم د حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي او ګڼو نورو فعالانو هم لیدلي وو او په یوې اعتراضي غونډه کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو ملاتړ ودروي.
د ملالې یوسفزۍ پلار په جرمني کې د افغان مېرمنو د نه خوړو اعتصاب سره یوځای شو

د زده کړې د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی له یو شمېر هغو افغان ښځینه فعالانو سره یوځای شو چې په جرمني کې یې د ډوډۍ نه خوړولو اعتصاب کړی دی.
یوسفزي پرون یکشبنې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې له خپل یوه تصویر سره لیکلي چې د جرمن کولن ښار ته ځي چې د ده په وینا، د زړورو افغان ښځو د خوړو نه خوړلو له اعتصاب سره یوځای شي.
هغه زیاته کړې چې له نړیوالې ټولنې غواړي، افغانستان د هغه ځای په توګه وپېژني چې په کې جنسیتي اپارټایډ حاکم دی.
د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځو دغه اعتصاب د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شوی چې تر اوسه دوام لري.
دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت چلندونه د جنسیتي اپارټایډ په توګه په رسمیت وپېژني او د طالبانو د حکومت پر چارواکو سخت بندیزونه ولګوي.
یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي له خوړو محروم شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومانو له هغو خوړو بې برخې شوي چې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپل ایکس شبکه کې د خپل یوه کلینیک د خوارځواکۍ د متخصصې بلقیسې څرګندونې خپرې کړي چې وايي، دغه خواړه د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خورا مهم دي.
هغې ویلي: "هغه میندې چې راځي همدا وايي چې له دغو خوړو سره په کور کې د دوی ماشومان ښه کېږي. زما پیغام همدا دی چې باید مرستې بندې نه شي، لا یې د دې خلکو لپاره زیاتې کړي، ځکه دا خلک بېوسه دي، همدا یې د ژوند یوازنۍ لار ده."
وړاندې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته ویلي، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لیرو پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې کونډې یې مشري کوي له سختو ستونزو سره مخامخې شي.
د اماني په وینا، پنځلس ملیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت ملیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ډبلیو ایف پي: افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژونده څنډې ته شوي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي چې په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي.
د طالبانو حکومت له نژدې یو کال راهیسې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
'ډبلیو ایف پي' چې د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده، پر خپل ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له ټولنیز ژوند څخه د مېرمنو له څنډې ته کېدو سره د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د ښځو فرصتونه محدود شوي دي.
یاد سازمان پر ایکس شبکې په یوه مخکیني بیان کې یو میلیون افغان مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي د ځانګړو خوړو د وېش د کمېدو خبر ورکړی و.
څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پر نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او په دفترونو کې کار په برخو کې محدودیتونه لګېدلي او همداراز ښځې له کورونو د وتلو او په ټولنیزو چارو کې له انډول ګډون څخه بې برخې شوې دي.
ملګرو ملتونو یو میلیون افغان ماشومانو او مېرمنو ته د خوړو د کمېدو خبر ورکړ

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر نه په خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ.
یوه ورځ مخکې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې وياند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لرې پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
د اماني په وینا، پنځلس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري.
د سپټمبر ۹مه 'له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ' ده

د سپټمبر ۹مه 'له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ' ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نن سهار د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، ښوونځي باید د خوندیتوب او زدهکړې ځای وي، خو د ده له قوله، په زدهکوونکو، ښوونکو او تعلیمي پرسونل بریدونه عامېږي.
هغه له ټولو هېوادونو غوښتي چې په تعلیمي بنسټونو د بریدونو د مخنیوي ډاډ حاصل کړي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د مې په ۲۸مه د سپټمبر ۹مه 'له بریدونو د تعلیم د ساتنې نړیواله ورځ' ونوموله او ویې ویل، ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي مرکزونه باید تل د سولې او پرمختګ لپاره خوندي ځایونه وي.