د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

انډیپینډنټ: بریتانیا باید تللو افغان پوځیانو ته پناه ورکړي


د ننګرهار په اچین کې د تېر جمهوري نظام یو سرتېری د عملیاتو پر مهال. April 11, 2017
د ننګرهار په اچین کې د تېر جمهوري نظام یو سرتېری د عملیاتو پر مهال. April 11, 2017

انډیپینډنټ:

له بریتانیا خپرېدونکې انډیپینډنټ ورځپاڼې د خپل هغه کمپاین په اړه لیکنه خپره کړې چې دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو د ملاتړ په خاطر یې پيل کړی دی.

ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې لیکلي، د پوځي مشرانو نیولې او سیاسي رهبرانو په ګډون ۵۰ زره کسان د دوی د کمپاین ملاتړ کوي.

دوی دغه کمپاین وروسته له هغه پیل کړ چې بریتانیا وویل، هغه افغانان چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوتلي دي، رونډا ته لېږي.

بریتانیایي چارواکي وايي، رونډا د کډوالو د استولو لپاره خوندي ځای دی او د دوی قاضیانو هم دا خوندیتوب تایید کړی دی.

انډیپینډنټ د بریتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې اتلان یا هغه کسان چې افغانستان کې يې له برتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې، ومني.

ورځپاڼې د افغانستان د پوځ د یوه پیلوټ کیسه را اخیستې چې په ناقانونه بېړۍ کې بریتانیا ته تللی او اوس هغه ته ویل شوي چې رونډا ته یې لېږي.

ورځپاڼې د دغه پیلوټ نوم نه دی یاد کړی، خو لیکلي یې دي چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال یې د طالبانو په ضد ۳۰ جنګي ماموریتونه ترسره کړي او ایتلافي ځواکونو ستایلی هم دی.

دغه سرتېري ورځپاڼې ته ویلي، دی د هغو پخوانیو افغان پوځیانو له ډلې دی چې د امریکا او بریتانیا له خوا هېر شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، بریتانیا باید دغه پیلوټ او ټولو نورو هغو افغان پوځیانو ته پناه ورکړي چې دا مهال هغه هېواد ته تللي دي.

مېل:

مېل انلاین ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو د کار پر بندیز د ملګرو ملتونو او طالبانو پر نانندریو لیکنه کړې.

ورځپاڼې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په استناد لیکلي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو ماموریت ته خنډ نه دی پېښ کړی، خو ملګرو ملتونو ویلي، د دوی پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیز ورته د منلو نه دی.

طالبانو د اپرېل په څلورمه ملګرو ملتونو ته وویل چې افغان ښځینه کارکوونکې یې د کار کولو اجازه نه لري.

دې اقدام ملګري ملتونه غصه کړل او خبرداری یې ورکړ چې افغانستان کې یوه ډارونکی انتخاب ته اړ ایستل شوي دي، هغه دا چې یا به پاتې کېږي، یا به بله پرېکړه کوي.

طالبانو په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې د ښځو د کار بندیز، کورنۍ ارزښتي موضوع یاده کړه، خو ځینې نیوکه کوونکي طالبان تورنوي چې خپلو تګلارو کې افراط کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG