د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

ملګري ملتونه: د دوحې غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر مسئله تمرکز نه کېږي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ملګري ملتونه وايي، د نړۍ د هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي د غونډې هدف به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل نه، بلکې په افغانستان کې د شته ننګونو د هوارۍ لپاره د اجماع پر رامنځته کېدو تمرکز وي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د افغانستان په اړه د دوی غونډه به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو باندې متمرکزه نه وي.

د دغه سازمان د مرستیالې ویاند فرحان حق د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه غونډه چې ټاکل شوې د مې په لومړۍ او دویمه په دوحه کې جوړه شي، په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

فرحان حق
فرحان حق

هغه زیاته کړه: "د مې په اوله او دویمه د دوحې کنفرانس د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره نه دی. موږ نه غواړو چې په دې اړه کومه اندېښنه شتون ولري. دا غونډه چې په یو بند او خصوصي چاپېریال کې ترسره کېږي، موضوع یې د موجودو ننګونو په اړه د یوې واحدې اجماع رامنځته کول دي."

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د طالبانو له خوا د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو د کار له محدودیت وروسته د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې غونډې کوربه به وي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

تر دې مخکې د ګوټېرېش مرستیالې امینې محمد د سه شنبې په ورځ د امریکا په پرنس ټون پوهنتون کې د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې غونډې د جوړولو خبره کړې وه چې د هغې په وینا د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر شرایطو به هم خبرې وشي.

مېرمن محمد وویل، نه پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو د دې په وینا پر دې موضوع باید خبرې پیل شي.

هغه څه چې د افغانستان دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

خو د سیاسي چارو کارپوه تمیم عاصي په دې نظر دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د دوحې د هوکړې خلاف عمل کړی، هغه څه چې د ده په وینا د نړیوالو له خوا د دوی د په رسمیت پېژندلو مخه یې نیولې ده.

هغه ازادي راډيو ته وویل: ‌"طالبان له هغه وخت راهیسې چې حکومت یې ونیوه، په دې لټه کې دي چې سیمه او نړۍ يې په رسمیت وپېژني، خو د دوه کالو په تېرېدو سره هیچا هغوی د یو مشروع حکومت په څېر په رسمیت نه دي پېژندلي، د دې لپاره چې هغوی د یوې سیاسې معاملې په بدل کې په زور او د دوحې تړون په خلاف قدرت ته ورسېدل او اوس هم قدرت یې انحصار کړی، وروسته له دې چې د ښځو ضد سیاستونه لري. همدارنګه هغه فشارونه یې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو او انجیوګانو راوستي ټول د هغه تړون په خلاف دي چې په دوحه کې یې لاسلیک کړی وو."

د سیاسي چارو کارپوه تمیم عاصي
د سیاسي چارو کارپوه تمیم عاصي

تمیم عاصي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان څخه د وتلو په اړه هر ډول پرېکړه چې کېږي، مسوولیت به یې بېرته د طالبانو پر غاړه وي، ځکه د ده په وینا له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو په وتلو سره به د افغانستان پر خلکو یو نه جبرانېدونکی اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شي.

د عاصي په وینا، له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو په احتمالي وتلو سره به یوازې افغانان قربانیان وي.

موږ د طالبانو له حکومت څخه د دوحې د ناستې د ترسره کولو او د هغوی د بندیزونو د لغوه کولو په اړه وپوښتل، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

طالبانو د ښځو پر زده کړو، غیردولتي ادارو کې کار، سفر او نورو محدودیتونو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یې هم له کار کولو څخه منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG