د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ترهګري په هر ډول او بڼه یې، د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی چې هر ډول ترهګریز عمل چې په هر ځای کې، هر چېرې او د هر چا له خوا وي جنایت دی او اصلاً د توجیې وړ نه دی.

د امنیت شورا غړو د افغانستان په اړه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړې، ترهګري په هر ډول او بڼه یې، چې وي د افغانستان او د نړۍ سولې او امنیت ته یو جدي ګواښ بللی دی.

د امنیت شورا غړو د عاملانو ته په ځواب ویلو او د تروریستي اعمالو د تنظیموونکو، تموویلونکو او ملاتړ کوونکو پر محاکمه ټینګار کړی دی.

دوی له ټولو دولتونو غوښتي چې د امنیت شورا اړوند پرېکړه لیکونو او د نړیوالو قوانینو سره سم د خپلو کړو ژمنو کې پر بنسټ په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د ترهګریز برید په ګډون، په افغانستان کې ټول ترهګریز بریدونه په کلکه توګه غندلي دي.

دغه برید چې د وري په اوومه تر سره شو او مسوولیت یې د داعش ډلې خراسان څانګې ومنه، شپږ ملکي کسان په کې ووژل شول او تر لسو ډېر ټپیان شول.

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي برید مرګژوبله اړولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:19 0:00

د بهرنیو چارو وزارت ۵۳ کلن کارکوونکی اسدالله رحماني چې د ۲۰ کالو راهیسې یې په دې وزارت کې کار کاوه؛ هم د دغې پېښې له قرببانیانو څخه دی.

د بهرنیو چارو وزارت سابقه داره کارکوونکي د دوشنبې ورځې د برید په وژل شویو کې شامل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

د رحماني همکار وحید جمال جبارخېل وایي، دی د خپلې کورنۍ یوازېنی ډوډۍ ګټونکی وو چې مېرمن او یو زوی یې ترې پاتې شو.

جبارخېل وویل: "له شلو کلونو نه هم له ډېر وخت راهیسې موږ له یو بل سره پېژندل. نوموړي په بهرنیو چارو وزارت کې ډېر پوسټونو کې کار کړی او یو ډېر حلیم او وړ کس و، او ډیپلوم انجنیر و."

په ورته وخت کې د جمهوري نظام د امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ وایي، د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سیمه ییزې اجماع او پر پاکستان نړیوال فشار راوړلو ته اړتیا ده، ځکه دی ادعا کوي چې پاکستان د ډېرو ترهګریزو ډلو تمویلوونکی دی.

اندړ ازادي راډيو ته دا هم وویل چې طالبانو له ځینو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

د جمهوري نظام د امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ
د جمهوري نظام د امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ

اندړ زیاته کړه: "په افغانستان کې د تروریزم ګواښ ورځ تر بله په زیاتېدو دی. طالبان لا هم د هغه تروریستي ډلو سره اړیکې لري چې دوی په دوحه کې ژمنه کړې وه چې اړیکې به ورسره پرې کوي، له کومو کسانو او ډلو سره چې د نړیوالې ټولنې له خوا ترهګر پېژندل شوي دوی ارتباط لري. په افغانستان یا سیمې کې تروریزم سره د په خاطر سیمه ییزې اجماع او پر پاکستان نړیوال فشار ته اړتیا ده."

خو پاکستان تر دې وړاندې په وار وار د ترهګریزو ډلو د تمویل او ملاتړ ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي او د دې کار لپاره په کافي اندازه ځواکونو او امکانات لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې او نړۍ ډېری هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون د اندېښنې په څرګندولو سره په دغه هېواد کې د ثبات او امنیت په ټینګښت ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو قوانیو سره سم، له ټولو هېوادونو غوښتني چې د نړۍ د سولې او امنیت په خاطر د ترهګریو اقداماتو پر وړاندې مبازه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG