د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

قطر کې د نړيوالې امنيتي غونډې ګډونوال: طالبان د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي


طالب سرتېري، ارشيف
طالب سرتېري، ارشيف

په قطر کې "د پنځمې نړیوالې امنیتي غونډې" وروستۍ ورځ د افغانستان امنیت، حکومتولي او بشري حقونو ته ځانګړې شوې وه.

يو پخوانی نظامي چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي، ادعا کوي چې طالبانو وهلی دی.

نوموړي ازادی راډیو وویل، طالبانو له درې میاشتو ډېر زنداني کړی او په دې جریان کې سخت وهلی دی.

دا پخوانی پوځي وايي: "د طالبانو له‌خوا ونیول شو، موږ یې ډېر شکنجه کړلو، برښنایي شارټونه یې راکړل، په کېبلونو یې ووهلو، موږ یې بر بنډ کولو، په یخو اوبو کې یې موږ پرېښودلو، ډېر یې شکنجه کولو، زه درې میاشتې بندي وم او موږ یې هر ډول شکنجه کړلو."

موږ یې ډېر شکنجه کړلو، برښنایي شارټونه یې راکړل، په کېبلونو یې ووهلو، موږ یې بر بنډ کولو

دی دا هم زیاتوي چې اوس‌مهال په پټه ژوند کوي او د سم اقتصادي او صحي حالته برخمن نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د نړیوال امنیتي کنفرانس په وروستۍ ورځ چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې تر سره شو، د جمهوري حکومت پخواني چارواکي او فعالان بیا طالبان د امنیت، اقتصادي رشد او د افغان ښځو پر وړاندې په محدودیتونو تورنوي.

فوزیه کوفي چې په دوحه کې د نړیوال امنیتي کنفرانس ګډون‌واله وه، ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو ادعا دا ده، چې کولای شي په افغانستان کې امنیت تامین کړي، خو د یو نیم کال راهیسې چې دوی راغلي، اوس هم د بې‌ګناه او ملکي کسانو په مقابل کې ځانمرګي بریدونه ادامه لري، طالبانو خپله هم په بېلا بېلو لاملونو ډېری خلک ووژل، فقر چې په افغانستان کې شته او طالبان ادعا لري چې دننه داخلي عواید یې لوړ کړي دي، خو له دغه عواید دوی د فقر، بې‌وزلۍ او د خلکو د معاشونو د ورکولو لپاره کار نه اخلي، بلکې خپل د سرتېرو لپاره ه یې کاروي او له نړۍ یې پرله‌پسې توګه غواړي، چې نړۍ دې د افغانستان خلک تغذیه کړي، زموږ توقع له دغه ټولو ناستو څخه دا ده چې، پر طالبانو دې لازم فشار راوړي، څو طالبانو د افغانستان د خلکو په مقابل کې ځواب ویوونکې و اوسي."

فوزيه کوفي
فوزيه کوفي

د طالبانو د حکومت د ویاند معاون بلال کریمي دا ادعاوې او اندېښنې ردوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په ټول هېواد کې سر تاسري امنیت خوندي دی، د افغانستان سرحدونه او پولې د هر بل وخت څخه محفوظې او مصونې دي او ۴۴ کلنه جګړه پای ته ورسېده. د نظام ټولو امورات په نورمال او عادي توګه ادامه لري، د اقتصاد، تجارت، تعلیم او صحي برخو کې نا سمې ادعاوې تر سره کېږي، دا چې اسلامي امارت له‌خوا د پخواني دولت کسان تر هدف لاندې نیول کېږي دا سم نه‌دي، تاسو په جریان کې یاست چې عمومي عفوه اعلان شوې او اوس هم جریان لري."

دا په داسې حال کې ده چې، د سولې او د اقتصاد انستیتیوت په خپل کلنۍ راپور کې د (ترورېزم د نړیوال شاخص) تر سرلیک لاندې چې د چهار شنبې په ورځ يې خپور کړی ویلي، افغانستان په پر له‌پسې توګه د څلورم ځل لپاره له ترهګرۍ نه د اغېزمنو هېوادونو په سر کې دی.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ۲۶ ولایتونه د ترهګریز بریدونو شاهدان وو، چې د يادو بریدونو په پایله کې ۶۳۳ کسان وژل شوي چې یوازې ۵۴۹ تنه یې په کابل کې وو.

په ورته وخت کې بېلابېل نړیوال سازمانونه هم طالبان تورنوي چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته یې که څه هم عمومي عفوه اعلان کړې، خو بیا هم سلګونه نظامیان، ژورنالېستان، مدني او سیاسي فعالان یې په خپل‌سري توګه نیولي، وهلي، ورک کړي او یا هم وژلي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG