د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

وېسټ: افغانان د خبرو له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي


د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغانان د خبرو له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د 'د افغانستان راتلونکي فکر فورم' په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د متحده‌ایالاتو له شریکانو سره کتلي دي.

هغه نن سهار په یو لړ ټویټونو کې د دې غونډې جزییات لیکلي او زیاتوي: "د دې غونډې هر افغان ګډونوال د خبرو له لارې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د اواري او له جګړې سره د مخالفت غږ کړی."

د ټام وېسټ په خبره، په دوحه کې پرون 'د افغانستان راتلونکي فکر فورم' په نوم جوړه شوې غونډه کې یې د طالبانو د چلند غندنه او د هغوی د ملاتړ په اړه اورېدلي او تر خوا یې هغه وړاندیزونه هم تر لاسه کړي چې څه ډول نړیواله ټولنه اوسنۍ ننګونې حل کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی زیاتوي، د افغانستان راتلونکي فکر فورم د افغان مېرمنو او نارینه‌وو یو متحرک ترکیب دی چې اقتصاد پوهان، د بشري حقونو فعالان، پخواني وزیران او قومي مشران په کې راټول شوي دي.

هغه دا هم لیکلي چې پرونۍ غونډه کې ډېری ګډونوال له افغانستانه دوحې ته تللي وو.

وېسټ هیله ښيي چې د دې غونډې ګډونوال به خپل پیغامونه طالبانو، د افغانستان نورو مشرانو او نړیوالو ته ورسوي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دوحه کې د دې جوړې شوې غونډې په اړه خپل نظر نه‌دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازی ټام وېسټ تېره سه‌شنبه د اپرېل په ۱۳مه د قطر او ترکیې په سفر راوتلی.

د هغه د سفر له پیل سره سم، د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ولیکل، وېسټ به په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې د یادو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو، د یو شمېر نورو هېوادونو له ډیپلوماټانو، افغان سوداګرو، د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري مرستو له متخصصانو سره وګوري.

په دوحه کې داسې مهال د افغانستان په ننګونو بحث کېږي چې د نړیوالو له غوښتنو سره سره، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه نه‌دي لېري کړي او تر خوا یې د یوه همه شموله حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي دي.

XS
SM
MD
LG