د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ملګرو ملتونو 'فریدون سینیرلي اوغلو' د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی


 ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو
ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې کوربه توب وکړي، د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت د خپلواکه څېړنې لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي تېره ورځ په دې اړه په یوه اعلامیه کې له فریدون وغوښتل چې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل لپاره دې شته وضعیت په خپلواک ډول وڅېړي او خپل وړاندیزونه دې ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د اوغلو ټاکل د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافېر نصیراحمد فایق د فریدون اوغلو د ټاکل کېدو هرکلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي، دی باور لري چې نوموړی به نړیواله ټولنه د افغانستان د اوسني بحراني حالت په برخه کې سره همغږي کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې دندې ته د فریدون اغلو د ټاکل کېدو هر کلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي يې دي چې فریدون له پراخو تجربو او د ارزونې له وړتیاوو برخمن دی.

خلیلزاد لیکلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مې میاشتې د لومړنۍ نېټې ناسته باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته د لارې نقشه برابره کړي او دا کار به د فریدون اوغلو ماموریت مشخص کړي.

ټاکل شوې چې دراتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه ملګري ملتونه په دوحه کې د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزولو په اړه غونډه وکړي.

که څه هم لا معلومه نه ده چې په دې ناسته کې طالبانو ته ونډه ورکول کېږي که نه، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترڅنګ به په کې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنیې محمد ویلي وو چې د دوحې په کنفرانس کې به د افغانستان د اوسني وضعیت تر څنګ د 'طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو' په مسئله هم خبرې وشي.

خو د مېرمن محمد دغه څرګندونې په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې او ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

د افغانستان د روان وضعیت لپاره ملګري ملتونه داسې مهال ځانګړی همغږي کوونکی او مفتش ټاکي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو سخت محدودیتونه لګېدلي او افغانستان له سختو کړکېچونو سره مخ دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار د ښاغلي اوغلو په ټاکلو نیوکه کړې او په خپل ټویټر یې لیکلي دی چې د افغانستان مسایلو په اړه نږدې ټول ټاکل شوي ځانګړي استازي نارینه دي.

اغلې هیدربار وړمه ورځ ویلي وو چې د افغان ښځو د حقونو فعالانې په دې ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنه دې د ښځو د حقونو د یوې معتبرې او متخصصې منبع له‌خوا وشي او باید د نجونو او ښځو حقونه د ارزونې د اصلي محور په توګه په پام کې ولري.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار

طالبانو له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون یې په ټولو بهرنیو او کورنیو موسسو کې ددوی له کار هم راګرځولي دي.

دغه ښځې عامه پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تګ منع دي.

فریدون اوغلو ترکیي ډیپلومات دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر او له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی و.

یو شمېر بهرنیو اژانسونو د نوموړي په اړه لیکلي چې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ، شمالي افریقا، اروپا، شمالي امریکا او اسیا په یو شمېر هېوادونو کې يې هم دندې ترسره کړې دي، خو دا یې نه دي لیکلي چې په افغانستان کې نوموړي څه دنده درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG