د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

امینه محمد: ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقونو تضمین لپاره کار کوي


د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش مرستیاله امینه محمد وایي، د دغه سازمان پیوستون نه خوځېدونکی دی او دوی په ګډه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو تضمین لپاره کار کوي.

امینې محمد د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي، د دغه سازمان پیوستون نه خوځېدونکی دی.

اغلې محمد دا هم ویلي، غه ټولې ښځې او نجونې زما زړه کې دي چې په اختر او هره بله ورځ له خپلې ټولنې سره یوځای خپله مذهبي عقیده نه شي عملي کولای.

دا څرګندونې په دوحه کې په جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو د لومړنیو شرایطو د بحث په اړه د نوموړې د څرګندونو په دوام دي چې له تندو نیوکو سره مخ شوې.

خو د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق بیا په دوحه کې د طالبانو د رسمیت پیږندنې موضوع رد کړې.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرې غونډې کې خبریالانو ته وویل، هغه غونډه چې د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه په دوحه کې جوړېږي، په افغانستان کې به د شته ستونزو د حل لپاره د یوې اجماع په جوړولو تمرکز وکړي.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالان د امینه محمد د شنبې د ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وایي، له عملي ګامونو پرته له افغانو ښځو لفظي ملاتړ بسنه نه کوي.

مدني فعالې مینې رفیق ازادي راډيو ته وویل: "دا چې لومړی د یوه تروریستي ډلې سره همغږې کېږي او ورسره درېږئ او په وینا یې د هغوی د رسمیت پېژندلې لپاره واړه ګامونه اخلي او بیا خجالته کېږي، بیا د تل په شان وایي چې موږ د افغانستان له ښځو سره یو، پرته له دې چې کوم کوچنی ګام هم پورته کړي. موږ نه شو کولای چې چوپ پاتې شو او منتظر شو چې امینه محمد کوم وخت بخښنه غواړي."

په دې اړه نور غبرګونونه هم شته.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو له خوا لغوه شوی او اوس په بهر کې فعالیت کوي، د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو او سیاسیونو هم د امینې محمد وروستۍ دا څرګندونې غندلي.

د دغو نیوکو په لړ کې د بدلون لپاره د افغان ښځو ایتلاف د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته یو پرانیستی لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې د افغانان ښځو هڅې د دوی د حقونو د ټینګښت لپاره له ناکامۍ سره مخ نه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

له دغو غبرګونونو ورسته درې ورځې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفین دوجاریک وویل، د امینې محمد موخه له دې څرګندونو دا ده چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره له طالب چارواکو سره د نړیوالې ټولنې همغږي مهمه ده.

وروسته له دې چې طالبانو د اپرېل په ۴مه په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، ملګرو ملتونو ویل، دوی په افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام په اړه بیا کتنه کوي او دا کار به د مي میاشتې تر پنځمې نېټې ترسره شي.

خو د طالبانو حکومت د ښځو په کار بندیز د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار کوي چې دا موضوع باید د بشري مرستو د دوام له موضوع سره وتړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG