د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

خلیلزاد د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

خلیلزاد د اپرېل په ۲۲مه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "د طالبانو مشر ملاهبت الله د اختر په خطبه کې ویلي، که د ده هره پرېکړه اسلامي نه وي، باید عملي نه شي. ډېر ښه، خو دوې داسې پرېکړې یې دا دي: ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکول چې لېسې او پوهنتونونو ته لاړې شي او ښځو ته د ملګرو ملتونو او نورو دفترونو کې د کار کولو اجازه نه ورکول. د زاهدان عبدالحمید په ګدون هغو کسانو چې د طالبانو ملاتړي و او د نړۍ ګڼو نورو اسلامي عالمانو هم دا خبره کړې ده. د دوی دا خبره د ښځو د زده کړو او کار لپاره د شنه څراغ په مانا ده."

دا وروسته له هغه چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منصوب غږ چې د حمل میاشتې په ۲۹مه نېټه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون خپور کړی په کې ویل شوي، په افغانستان کې به هېڅ غیر اسلامي قانون عملي نه‌ شي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده

اخندزاده ویلي: "زما حکم هغه وخت قابل اعتبار دی چې له شریعت سره موافق وي. که له شریعته مخالف و، بیا د هېچا اطاعت نه شته، نو په داسې صورت کې چې له شریعت سره مخالف نه‌وي بیا دا اطاعت چې دی دا بیا د امیر نه دی. دا د الله ج اطاعت دی."

خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیکونکی هم دی، هغه تړون چې د ۲۰۲۰ مبلادي کال د فبروي میاشتې په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو او انتقادونه مطرح دي، چې همدا تړون له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو، د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.

خو یو شمېر شنونکي او د مخکني حکومت ځینې چارواکي وايي چې په افغانستان کې سوله یوازي سطحي ده او د طالبانو بیانونه سمبولیک دي.

د لوګر پخواني والي او د سیاسي مسایلو شنونکي حلیم فدايي
د لوګر پخواني والي او د سیاسي مسایلو شنونکي حلیم فدايي

د لوګر پخواني والي او د سیاسي مسایلو شنونکي حلیم فدايي په خپله ټویټرپاڼه د زلمي خلیل‌زاد خبرو ته په اشارې سره لیکلي: "دا یوازې د ښځو مسئله نه ده بلکې انساني مسئله ده. افغانستان په یوه هدیره بدل شوی چې هلته سطحي سوله ده خو ژوند نه شته او په یوه داسې 'خلاص زندان' بدل شوی چې د زندان حاکمیت په کې عملي کېږي. راځئ چې د طالبانو د رژیم په سمبولیکو بیانونو ځانونه تېر نه باسو."

نن ۵۸۰یمه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او څلورمه میاشت په پوره کېدو ده چې نجونې یې پوهنتون ته له تلو هم منع کړي دي.

د نجونو د زده‌کړو او کار د بندیز په اړه د طالبانو فرمان د یو شمېر طالب چارواکو له‌خوا هم ننګول شوی. ډېر طالب چارواکي خپله د نجونو زده‌کړه شرعي عمل بولي.

له دوی یو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په ځلونو د نجونو په زده‌کو ټینګار کړی او تر خوا یې دا هم ویلي و چې، له هغو پرېکړو باید اطاعت ونه شي چې د شریعت مطابق نه‌وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG