د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د جي۷ هېوادونو استازو پر افغان نجونو او مېرمنو د محدوديت سم‌لاسي ليرې کېدو غوښتنه کړې


د جي ۷ هېوادونو استازي
د جي ۷ هېوادونو استازي

پر افغان نجونو او مېرمنو پرله‌پسې بنديزونو ته د جي ۷ هېوادونو د استازو غبرګون.

ثریا یوه له هغو ښځو څخه ده چې، پخوا یې په یوه نادولتي موسسه کې کار کاوه.

نوموړې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او اوس وزګاره ده ازادي راډیو ته وویل، پخوا به يې د کورنۍ د لګښت يوه برخه پوره کوله، خو د طالبانو حکومت ترې دا فرصت واخیستو.

نوموړې وايي: "په ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع فرمان په ما له اقتصادي او رواني پلوه ډېر فشار راوړی دی. ښه لاره دا ده چې پر طالبانو ډېر فشار واچول شي. چې نرمي ښکاره کړي."

ښه لاره دا ده چې پر طالبانو ډېر فشار واچول شي. چې نرمي ښکاره کړي."

د کابل ولايت اوسېدونکې دلارام چې له زده‌کړو بې برخې شوې وايي، پر زده‌کړو بنديز د ښځو ژوند بدل کړى دى.

هغه زیاتوي، پر ښځو او نجونو د زده‌کړو محدودیت په کم‌ عمر د نجونو د جبري ودونو شمېر زیات کړی او په خبره یې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړې وايي: "د ښځو پر زده‌کړو بندیز د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شوی، دا د اندېښنې وړ مسله ده. کورنۍ خپلې لوڼې د طالبانو له وېرې او د اړتیا له مخې په نکاح کوي. له هر لوري په ښځو کاڼې وریږي."

يو شمېر معترضې نجونې، ارشيف
يو شمېر معترضې نجونې، ارشيف

د دغو محدویتونو د غبرګون په دوام د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت، د ترهګرۍ د شتون او د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې.

په جاپان کې له درې ورځنۍ غونډې وروسته چې د سه‌شنبې په ورځ پای ته ورسېده، د G7 ډلې غړو یوه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې د طالبانو د "نه منلو وړ" پرېکړو د سم‌دستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې، د طالبانو دغه پرېکړې بشري حقونه او اساسي ازادي محدودوي.

"یوه حل‌لاره د نړۍ د اسلامي هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دي
وږمه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د G7 اعلامیې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ښځو د حقونو فعاله وږمه سادات وايي، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه او د غونډو جوړېدل د افغان مېرمنو په برخلیک هيڅ اغېز نه‌لري.

اغلې وږمه وايي: "یوه حل‌لاره د نړۍ د اسلامي هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دي، چې باید هلته پرې بحث وشي، د ښځو په اړه فرمانونه او تګ‌لارې له اسلامي احکامو سره سمون نه‌لري."

له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي په دغه هېواد کې ښځې او نجونې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ شوي.

په ټولو غیر دولتي او ډېری دولتي ادارو کې له کاره د ښځو منع کول، له پوهنتونونو او له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیت، په ليرې لارو کې له محرم پرته د دوی په سفر بندیز هغه مهم بنديزونه دي چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

د نورو بندیزونو تر څنګ، د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG