د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ځینې افغانان: د طالبانو د ګواښونو له وېرې رسنیو سره خبرې نه شو کولای


ارشیف: طالبانو د اعتراضونو پر مهال خبریالان ګواښلي، وهلي او ان زنداني کړي دي.
ارشیف: طالبانو د اعتراضونو پر مهال خبریالان ګواښلي، وهلي او ان زنداني کړي دي.

یو شمېر افغانان وایي، د طالبانو د حکومت له خوا د ګواښونو او شکنجو له وېرې دوی اړ شوي چې رسنیو سره خپلې همکارۍ را کمې کړي.

په افغانستان کې د ننه او بهر یو شمېر افغانان وایي، د طالبانو د حکومت له خوا ګواښونه لامل شوي چې دوی رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د غزني ولایت اوسېدونکی علي وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت له خوا د یو فېسبوکي پوسټ له امله د یو کس د بندي کېدل یې ولیدل نو له رسنیو سره یې خپله همکاري راکمه کړه.

هغه وویل: "زما خپل د سترګو لیدلی حال دی، یوازې یو فېسبوکي پوسټ یې کړی و نو لس میاشتې یې بندي کړ او اوس هم له بده مرغه د طالبانو په زندان کې دی، فقط د یو فېسبوکي پوسټ له امله. هېڅوک هېڅ کس دا جرئت نه لري چې ان په ټولنیزو شبکو یا انسټاګرام کې فعالیت ولري."

د افغانستان په لوېدیځ کې د بشري حقونو او د رسنیو فعال حسن حکیمي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شو.

هغه وايي، دی او نور مدني او سیاسي فعالان او د رسنیو همکاران چې په بهر کې دي اړ شوي چې له رسنیو سره خپل همکارۍ را کمې کړي.

نوموړی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د هغو کسانو کورنۍ چې له افغانستان څخه بهر دي او له رسنیو سره همکاري لري، ګواښي یا یې ځوروي.

حکیمي ازادي راډیو ته وویل، دی هم یو له دغو کسانو دی او د دې لپاره چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو له ځورولو او ګواښ سره مخ نه شي له رسنیو سره یې خپله همکاري کمه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "سیاسي فعالان، د بشري حقونو فعالان، ښځې او رسنیز فعالان چې له افغانستانه بهر دي، هغوی تل ستونزې او د طالبانو جنایتونه او کړنې رابرسېره کولې او په افغانستان کې د رسنیو سره همکاران وو، له بده مرغه طالبانو چې فشار، ظلم او ګواښ د دوی کورنیو ته په کابل کې کاوه، اوس نه شي کولای له رسنیو سره خپلې همکاریو ته دوام ورکړي."

خبریال مصطفی شهریار هم وایي، د طالبانو د حکومت له ډار، شکنجې او ګواښ له امله خلک له خبریالانو سره خپل نظرونه کم شریکوي.

شهریار وویل: "خلک په عام محضر کې خپل نظرونه ډېر محتاطانه رسنیو ته وایي. جدي او اساسي خبره دا ده چې دوی وېرېږي، وېرېږي چې له تعقیب او ګواښ سره مخ نه شي، خپل نظر نه ورکوي. ډېر داسې مسایل شته چې باید د خلکو نظرونه شریک کړو، خو له بده مرغه چې له جدي ستونزې سره مخ یو چې خلک نظر نه ورکوي او په یو شکل له دې مسئلې لرې کېږي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی یوازې پر هغه کسانو بندیز لګولی چې خلک د دوی د نظام پر وړاندې هڅوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو او د بیان ازادي ته مشروع چوکاټ کې قایل دی. دا اوس ټولې رسني خپلې خپرونې لري، خو ځینې د دښمن کړیو سره د نظام پر ضد یو ځای شوي چې په هېڅ نظام او هېڅ نړۍ کې اجازه نه شته، نو ځکه ځینې محدودیتونه هم چې وي هغه لامل یې دا دی چې د نظام ضد او تخریب پورې اړه لري."

دا په داسې حال ده چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د وژل شوي ځوان انجنیر نوید کورنۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، نوموړی وروسته له هغې ووژل شو چې کله یې په خپل فېسبوک پاڼه د طالبانو په اړه انتقادي متن ولیکه، خو طالبانو د هغه د وژنې لامل شخصي دښمني بللې وه.

همدارنګه د طالبانو د سیاست ډېر شمېر منتقدین چې په کې مدني فعالان، خبریالان او د نجونو د زده کړو د برخې فعالان هم شامل دي، د طالبانو د استخباراتو له خوا د دوی د نیوکو له امله نیول شوي او بندیان شوي دي.

په دوی کې د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا، لیکوالان زکریا اصولي او رسول پارسي، خبریال مرتضی بهبودي، سندرغاړی موسی شاهین او مدني فعالان نرګس سادات او سید محمد حسیني لا هم د طالبانو په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG