د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

د طالبانو له لوري د 'ظاهر عمار' د نيولو ادعا او د ځينو فعالانو غبرګون


لیکوال او ژباړن ظاهر عمار چې د تېر جمهوري حکومت په مهال د ننګرهار برښنا ریاست ویاند ګومارل شوی و، د طالبانو په حکومت کې یې هم د نیولو تر ورځې خپلې دندې ته دوام ورکړ.
لیکوال او ژباړن ظاهر عمار چې د تېر جمهوري حکومت په مهال د ننګرهار برښنا ریاست ویاند ګومارل شوی و، د طالبانو په حکومت کې یې هم د نیولو تر ورځې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

د لیکوال او د ننګرهار برښنا ریاست د ویاند ظاهر عمار د کورنۍ غړي ادعا کوي وايي، نوموړی د طالبانو د استخباراتو لخوا له دې امله نیول شوی چې په بدخشان پوهنتون کې یې د نجونو وهل غندلي و.

د ظاهر عمار د کورنۍ غړي ادعا کوي چې نوموړی د اکټوبر په ۳۱مه نېټه په ننګرهار کې د طالبانو له لوري ونیول شو او له ۳ ورځو وروسته د قومي مشرانو په ضمانت ازاد شو، خو د دوى په خبره د ازادېدو په سبا یې نوموړی د طالبانو له لوري بېرته جلب شو او نن یې لسمه ورځ پوره کېږي چې په اړه یې کورنۍ ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د عمار د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی وروسته له هغه ونیول شو چې په بدخشان پوهنتون کې یې د طالبانو له لوري د نجونو وهل وغندل.

د بدخشان پوهنتون ځینې محصلانې: طالبانو په وسلو او درو ووهلو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

د ظاهر عمار د کورنۍ دا غړی او یو شمېر مدني او فرهنګي فعالان د طالبانو له حکومت څخه د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوي.

لیکوال او مدني فعال راحت ګل زیارمل ازادي راډيو ته وویل په سالمو نیوکو د ځوانانو زنداني کول، نور ځوانان زړه ماتي کوي.

هغه وویل: "د دغسې ځوانانو نیول، ځورول او شکنجه کول، د ټولنې خلک زړه ماتي کوي. عمار که هر چا نیولی وي، موږ ترې هیله لرو چې دا یوه بې ازاره، معتدل او نرم انسان دی، دی دې نور نه ځوروي."

یو بل لیکوال او مدني فعال رضوان الله شپون هم وايي، په نیوکو د ځوانانو نیول دوی ته پیغام ورکوي چې خبره یې نه اورېدل کېږي.

هغه وویل: "دا کار ځوانانو د ناهیلۍ پیغام ورکوي او دا پيغام ورکوي چې ځوانان وطن پرېږدي او داسې ځای ته دې لاړ شي چې چېرته یې غږ اورېدل کېږي او خبرې ته یې ارزښت ورکول کېږي، زه سخت خواشینی یم چې دا حالت وینم. هیله مې دا ده، هر څومره ژر چې کېدلای شي ښاغلی عمار له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره یو ځای شي."

د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې د ظاهر عمار د نیولو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

لیکوال او ژباړن ظاهر عمار چې د تېر جمهوري حکومت په مهال د ننګرهار برښنا ریاست ویاند ګومارل شوی و، د طالبانو په حکومت کې یې هم د نیولو تر ورځې خپلې دندې ته دوام ورکړ.

ظاهر عمار داسې مهال نیول کېږي چې تازه ادعا کېږي، طالبانو ښځینه فعالانې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ هم زنداني کړي دي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو بنسټونو له غوښتنو سره هم طالبانو تر اوسه یاد فعالانې نه دي خوشې کړي.

که څه هم طالب ویاندویانو تل ویلي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته ژمن دي او د هیچا د سیاسي، مدني او رسنیز فعالېت مخالفت کوي، خو تر دې دمه سلګونه داسې ادعاوې شوي چې طالبانو سیاسي، مدني او رسنیز فعالان او خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.

XS
SM
MD
LG